پومپیو: ټول پوهېږي چې د بندیانو تبادلې وخت را رسېدلی؛ تاوتریخوالی باید کم شي

مایک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ښاغلي پومپیو افغان حکومت او طالبانو ته په اشارې وویل، امریکا به ستاسې تر څنګ ولاړه وي او ملاتړ به مو کوي، خو دا فرصت مه ضایع کوئ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، افغان حکومت او طالبان باید د خپلمنځي خبرو لپاره عملي ګامونه پیل کړي، او ټولې خواوې پوهېږي چې اوس د بندیانو د تبادلې وخت را رسېدلی دی.

نوموړي ټينګار کړی چې په تېرو دوه ورځو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدل د منلو وړ نه دي، او د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره باید تاوتریخوالی ژر تر ژره کم کړای شي.

ښاغلي پومپیو پنجشنبه سهار واشنګټن کې کې یوې خبري ناستې ته وویل، هغو دوه هوکړو چې امریکا له طالبانو او افغان حکومت سره لاسلیک کړې، په افغانستان کې تلپاتې سولې ته زمینه برابره کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدا راز وویل، امریکا پر ټولو ښکېلو غاړو غږ کوي چې ګواښونه دې پرېږدي او د بندیانو پر تبادله او نورو عملي ګامونو دې خبرې پیل کړي.

د هغه په وینا، امریکا د افغانستان خلکو ته فرصت برابر کړی چې د خبرو مېز ته کېني او د خپل هېواد راتلونکی وټاکي.

ښاغلي پومپیو افغان حکومت او طالبانو ته په اشارې وویل، امریکا به ستاسې تر څنګ ولاړه وي او ملاتړ به مو کوي، خو دا فرصت مه ضایع کوئ.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

د طالبانو له لوري ملا عبدالغني برادر او د امریکا له لوري زلمي خلیلزاد هوکړه لاسلیک کړه

له طالبانو سره شوې هوکړې ته په اشارې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل: "موږ لا هم ډاډه یو چې د طالبانو مشران به پر خپلو ژمنو درېږي، او امریکا به هم خپلې ژمنې ترسره کوي. موږ ساده ګان نه یو او په دقت سره به د هوکړې د هرې برخې عملي کېدل څارو".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د نړیوالې جنایي محکمې هغه پرېکړه هم وغندله چې له مخې یې ښایي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لخوا د بشر ضد جرمونو په تړاو څېړن پیل کړي.

ښاغلي پومپیو په تنده لهجه وویل چې د نړیوالې جنایي محکمې نننۍ پرېکړه د یوې خپلسرې سیاسي ادارې لخوا حیرانوونکی ګام دی.

هغه زیاته کړه، په داسې وخت کې چې امریکا یوازې څو ورځې وړاندې طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ او افغانستان کې یې سولې ته فرصت برابر کړ، د نړیوالې جنایي محکمې دا پرېکړه د منلو وړ نه ده.

ده ټینګار وکړ چې امریکا د نړیوالې جنایي محکمې غړې نه ده او له دې ناقانونه محکمې د خپلو اتباعو د ژغورلو لپاره به هر ګام پورته کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د نړیوالې جنایي محکمې څارنواله فټو بنسوډا افغانستان کې د جنګي جرمونو څېړل غواړي

ټاکل شوې وه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې د مارچ میاشتې پر لسمه نېټه پیل شي. خو داسې ښکاري چې د بندیانو د تبادلې موضوع د ښکېلو غاړو ترمنځ جنجالي شوې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ټینګار کوي چې د طالب بندیانو د خوشي کولو واک له افغان حکومت سره دی، او پر دې موضوع به طالبانو سره مخامخ خبرو کې بحث کېږي.

خو وسله وال طالبان وایي، د دې خبرو له پیلېدو وړاندې باید د دوی هغه پنځه زره بندیان خوشي شي چې دا مهال د افغان حکومت په زندانونو کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته رسېدلی او هڅه کوي چې د افغان حکومت او طالبانو مخامخ خبرو ته لاره هواره کړي.