کورونا وېروس: ایران کې د افغان کډوالو وضعیت

کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

افغان چارواکي وايي هره ورځ سلګونه افغان کډوال اړوېستل کیږي چې له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شي

په ایران کې افغان سفیر وايي له دغه هېواده لا هم د افغان کډوالو د اجباري ستنولو لړۍ دوام لري، او د افغانستان هغه غوښتنه نه ده پوره شوې چې دا لړۍ دې بنده شي.

په تهران کې افغان سفیر عبد الغفور لیوال شاوخوا لس ورځې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو له چارواکو سره لیدنه کې غوښتنه کړې وه چې په زوره د هغو افغان کډوالو د بیرته ستنولو لړۍ بنده کړې چې "ایراني چارواکي وايي قانوني سند نه لري. "

ښاغلي لیوال نن ( پنجشنبه مارچ ۵ ) بي بي سي ته وویل له ایراني چارواکو یې غوښتي چې لږ تر لږه د ستنولو کچ هغه اندازه کې وساتي چې د افغانستان خاوره کې پر پوله یې معاینه او څار کېدلی شي.

افغان سفیر وايي که څه هم دوی ته د رد ځواب نه دی ورکړل شوی خو په دې برخه کې د ایراني چارواکو لخوا عملي ګامونه نه دي پورته شوي.

د ښاغلي لېوال په وینا، له ایراني چاروکو سره تماسونه دوام لري او هیله لري چې د ستونزې څرنګوالی په نظر کې ونیسي، خو تر دې دمه یې په عمل کې څه نه دي کړي.

د ده په وینا، د افغانستان په سرحدي ولایتونو چارواکو شکایت درلود چې له ایرانه د کډوالو د بیرته ستنولو لړۍ په ډیر لوړ کچ روانه ده، نو "ځکه تماسونه روان دي او هیله لرو چې ایراني چارواکي د ستونزې څرنګوالی په نظر کې ونیسي، خو له بده مرغه تر اوسه په دې برخه کې عملي ګام نه دی پورته شوی. "

افغان سفیر وايي له بیلابیلو لارو له افغان کډوالو سره په اړیکه کې دی او تر اوسه د افغان کډوالو په منځ کې د کومې مثبتې پېښې رپوټ دوی ته نه دی رسېدلی.

ښاغلی لیوال وايي ایرانې چارواکو ډاډ ورکړی چې افغان کډوال لکه د ایرانیانو او یا نورو بهرنیانو په څېر له ټولو روغتیايي اسانتیاوو ګټه اخستلی شي.

پنجشنبې پر ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابینې په غونډه کې وویل، له ایرانه د افغان کډوالو را ستنول یوه جدي ستونزه ده او افغانستان نه شي کولی دې وضعیت کې بدلون را ولي. خو ښاغلي غني سپارښتنه وکړه چې باید له ایران سره پر ګډه پوله تدابیر زیات شي.

افغان ولسمشر د کابینې د دې اوونۍ په غونډه کې له چارواکو وغوښتل چې وضعیت ته په کتو د صادراتو او وارداتو د بهیر روان ساتلو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي هره ورځ له ایرانه د ۱۵۰۰ او ۲۰۰۰ ترمنځ کډوال له ایرانه افغانستان ته راځي. د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکو رسنیو سره خبرو کې دا شمېر د اندېښنې وړ بللې او له امنیت شورا یې غوښتنه کړې ده چې له ایراني چارواکو وغواړي چې د کډوالو د ستنولو دا بهیر بند کړي.

د افغانستان په ګاونډي هېواد ایران کې د کورونا وېروس په چټکۍ مخ په خورېدو دی. تازه شمېرې ښيي چې په دغه هېواد کې شاوخوا درې زره تنه پر کورونا وېروس اخته دي. د ایران د روغتیا وزارت وايي، د کورونا وېروس له امله تر اوسه ۱۰۷ تنه مړه شوي دي خو د ایران رسمي خبري اژانس اېرنا د مړو شمېر ۱۲۶ تنه ښودلی دی.