داعش ډلې د کابل برید مسؤلیت ومانه

کابل برید

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

د عامې روغتیا وزارت وايي په دې برید کې د ښځو په ګډون ۳۲ تنه وژل شوي دي

داعش ډلې ویلي په کابل کې د وحدت ګوند پخواني مشر عبدالعلي مزاري د ۲۵ تلین د نمانځنې پر غونډې،وسله وال برید دوی کړی. دغې ډلې د هغو دوه تنو انځورونه هم خپاره کړي چې وايي دا برید یې ترسره کړی دی.

داعش ډلې ویلي برید د احمد تاجکي او عبدالرحمن مهاجر په نوم دوه وسله والو کړی دی. د دې ډلې له خوا خپاره شوي انځور کې ښکاري چې د دوه کسانو په لاسونو کې وسلې او بمونه دي ، یوه خپل مخ پټ کړی او بل نه دی پټ کړی.

دې ډلې ادعا کړې چې په نننۍ برید کې ۱۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي دا برید له پيله څو ساعته وروسته د ۳۲ کسانو په وژل کېدو او د ۵۸ نور په ټپي کېدو پای ته ورسېد. ډزې د محمد کریم خلیلي د وینا پرمهال شوې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي د وژل شویو کسانو په ډله کې پنځه ښځې او د ټپيانو په ډله کې یو ماشوم او اوه ښځې شاملې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصری رحیمي له بریده څو ساعته وروسته وویل ځانګړو ځواکونو دوه برید کوونکي وژلي او ساحه دده په وینا تصفیه شوه، خو په دې اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي په دې برید کې ۲۹ تنه وژل شوي او ۶۱ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي رحیمي ویلي وو بریدګرو د غونډې ځای ته نږدې له یوه نیم کاره ودانۍ برید کړی، خو له برید سره سم ځانګړي پولیس رسېدلي او سیمه کلابنده کړې. ن

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

په دې برید کې ۱۸ کسان ټپیان شوي او دوه وژل شوي.

دغو مراسمو ته پخوانی ولسمشر حامد کرزی، عبدالله عبدالله، محمد محقق او ځینې نور چارواکي هم ورغلي وو، چې له ډزو سره غونډه ګډوډه او ډېری ګډونوال یې وتښتېدل.

تېر کال هم د عبدالعلي مزاري د تلین مراسم د یوه توغندي لګېدو له کبله ګډوډ شوي وو، چې لږترلږه درې کسان پکې وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان شوي وو.

غبرګونونه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه برید په غبرګون کې پر خپل ټوېټر دا "د افغانستان د خلکو او بشر پر ضد" جنایت بللی دی.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د عکس تشریح،

۲۰۱۹: کابل کې د وحدت ګوند پخواني مشر عبدالعلي مزاري د ۲۴ تلین د نمانځنې غونډې ته څېرمه د چاودنو غږونه اورېدل شوي.

ښاغلي غني لیکلي: "د خلکو پر دې غونډې برید خپه کړی یم. دا د افغانستان د خلکو د ملي یووالي پرضد جنایت دی."

ښاغلي غني ویلي، له برید وروسته یې له عبدالله عبدالله او خلیلي سره ټیلیفوني خبرې هم کړې دي.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم دا برید غندلی او دا یې "د بشریت ضد نه بښل کېدونکی برید بللی."

تر اوسه هېڅ کومې ډلې ددغه برید مسوولیت نه دی منلی. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، "د کابل په ښار کې په کومه غونډه باندې د نن ورځې برید د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې اړه نه لري."