'وسله والو په کابل کې د لوګر د ولایتي شورا غړی وژلی دی'

د عکس سرچینه، محمد ناصر غيرت
د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګاونډ لوګر کې ځايي مسوولان وايي، د ولایتي شورا غړی محمد ناصر غيرت نن (یکشنبې ۱۸ کب / مارچ ۸) د کابل په سيد نور محمد شاه مېنه (کارته نو) کې د وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی.
د لوګر د ولایتي شورا یوه غړي قسيم خوشیوال د ښاغلي غيرت د وژل کېدو پخلی کړی او ویلي يې دي چې:
"نن سهار زموږ وکیل محمد ناصر غيرت له کوره واته. نن مو په کارت چار کې مجلس درلود، دی هلته له خپلو ساتونکو سره راروان و. د اتمې حوزې په دوه یا درې سوه مترۍ کې یوه سپينه کرولا راځي او ډزونه کوي او دی په شهادت رسوي."
د لوګر د ولایتي شورا مشر حسيب ستانکزی بیا وايي، چې په دغه برید کې د هغه درې ساتونکي هم وژل شوي دي.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د نامالومه وسلو والو په دغه برید کې پخپله محمد ناصر غيرت او د هغه دوه ساتونکي وژل شوي او موټرچلوونکی يې ټپي دی.
ځينو سرچينو ویلي چې ده له ژوبلېدو وروسته په روغتون کې سا ورکړې.
محمد ناصر غيرت د لوګر د ولایتي شورا مشر هم پاتې شوی، د ولسمشر محمد اشرف غني پلوی بلل کېده او پر ځينو مسلو د لیکنو تر څنګ يې مدني فعالیتونه هم کول.
پر هغه تر دې مخکې هم وسله وال برید شوی و خو روغ ترې وتلی و.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي، چې د دوی ډله د حسیب ستانکزي وژلو کې لاس نه لري او تراوسه بلې کومې وسله والې ډلې یې په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د پېښې پلټل يې پيل کړي دي.
بل خوا د کندهار امنیتي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په ارغنداب او ډنډ ولسوالیو کې شپږ وسله وال د خپلو ماینونو په چاودنه کې وژل شوي دي، د امنیتي چارواکو په وینا څلورو وسله والو نن سهار غوښتل د ډنډ ولسوالۍ کرز سیمه کې د لارې په اوږدو کې ماین ښخ کړي، چې پرې چاودلی او څلور واړه وژل شوي دي.









