کرېکټ: افغانستان ایرلنډ نه لوبه وګټله؛ اسټرالیا د ښځو نړیوال جام اتله شوه

افغان لوبډلې د ایرلنډ لوبډلې ته په ټاکلو شل اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۵ منډو هدف وټاکه.

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح،

افغان لوبډلې د ایرلنډ لوبډلې ته په ټاکلو شل اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۵ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نن یکشنبه په دویمه شل اوریزه لوبه کې خپلې سیالې ایرلنډۍ لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره یې د درېیو لوبو دا لړۍ هم وګټله.

بل لور ته د ښځو د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام پایلوبه کې نن کوربه هېواد اسټرالیا هند ته په ۸۵ منډو ماتې ورکړه او اتله شوه.

د افغانستان او ایرلنډ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه. حضرت ځاځي او رحمان الله ګربز د افغانستان پاڼۍ ښه پیل کړه او ۵۷ منډو ملګرتیا یې وکړه.

په نورو توپ وهونکو کې لوبډلمشر اصغر افغان ۴۹، رحمان الله ګربز ۳۵، حضرت الله ځاځي ۲۸ او محمد نبي ۲۷ منډې جوړې کړې.

په پای کې افغان لوبډلې د ایرلنډ لوبډلې ته په ټاکلو شل اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۵ منډو هدف وټاکه.

د ایرلنډ له لوري په توپ اچونه کې رینکین، یانګ او ډیلاني یوه-یوه وېکټ ترلاسه کړه.

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح،

د کوربه افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د شل اوریزو سیالیو دا لړۍ د هندوستان په ګریټر نویډا لوبغالي کې ترسره کېږي.

په ځواب کې ایرلنډۍ لوبډلې په خپلو شل اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۳ منډې وکړای شوې او په دې توګه یې لوبه په ۲۱ منډو وبایلله.

په توپ اچونه کې مجیب ځدراڼ د افغانستان لپاره په ۴ اورونو کې ۳ وېکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د کوربه افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د شل اوریزو سیالیو دا لړۍ د هندوستان په ګریټر نویډا لوبغالي کې ترسره کېږي.

د دې لومړۍ شل اوریزه لوبه چې د مارچ په شپږمه ترسره شوې وه افغان ملي لوبډلې د ایرلنډ لوبډلې ته (ډکورت لیوس قانون) پر اساس په ۱۱ منډو مات ېورکړې وه.

ټاکل شوې ده چې د دې سیالیو درېیمه او وروستۍ لوبه د سه شنبې پر ورځ د مارچ میاشتې پر لسمه نېټه ترسره شي.

اسټرالیا د ښځو نړیوال جام اتله شوه:

د عکس سرچینه، AFP

بله خوا د ښځو د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام پایلوبه نن د کوربه هېواد اسټرالیا او هند ترمنځ په په مېلبورن ښار کې ترسره شوه.

د اسټرالیا لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په خپل شل اورونو کې یې ۱۸۴ منډې جوړې کړې. بېت موني ۷۸ او الیسا هېلي د اسټرالیا لپاره ۷۵ منډې وکړې.

په ځواب کې د هند پاڼۍ پیل خراب او او د پیل اورونو کې یې خپل څو مهمې وېکټې یو په بل پسې په اسانۍ له لاسه ورکړې.

په پای کې د هند ټوله لوبډله په وروستي اوور کې یوازې په ۹۹ منډو وسوځېده او اسټرالیا دا لوبه په ۸۵ منډو وګټله.

دا پنځم ځل دی چې د اسټرالیا د ښځو ملي لوبډله د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام ګټي.