محمد اشرف غني د افغان ولسمشر په توګه لوړه وکړه

نوموړي ارګ کې ورغلیو مېلمنو ته وویل، د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د برنامې هرکلی کوي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

نوموړي ارګ کې ورغلیو مېلمنو ته وویل، د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د برنامې هرکلی کوي

محمد اشرف غني د یوې بلې پنځه کلنې دورې لپاره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د سلګونو کسانو په ګډون یوه لویه غونډه کې لوړه وکړه. دې غونډه په کابل کې میشت سفیران، افغان سیاستوال او ګڼ شمیر خلک بلل شوي وو.

د قاضی القضات محمد یوسف حلیم له خوا ښاغلي غني ته له لوړې ورکولو وروسته ولسمشر غني وینا وکړه.

په دې وینا هغه د طالب بندیانو خوشي کولو موضع ته په اشارې ښاغلي غني وویل، د دې بندیانو خوشي کېدل د افغانانو له امنیت سره تړلي، او که طالب بندیانو خوشي کېږي نو تاوتریخوالی باید ورسره کم شي او باید دا تضمین وي چې د خوشي کېدو په بدل کې به امنیت ته ګواښ نه پېښېږي.

ولسمشر غني وویل سبا ( سې شنبه ۱۰ مارچ ) به د طالب زندانیانو د خوشې کولو په اړه یو فرمان صادر کړي، او د دې زندانیانو د خوشې کولو لپاره یې یوه داسې اډانه موندلې چې د زندانیانو د خوشې کولو په بدل کې به په تاوتریخوالي کې د پام وړ کمی راشي، داسې کمی چې د ده په وینا خلک به یې احساس کړي.

ښاغلي غني ژمنه وکړه چې له طالبانو سره د خبرو لپاره به پلاوی هم سبا ته وروستی شي.

ولسمشر غني زیاته کړه، کابل کې د تېرې اوونۍ برید وښودله چې "طالبان له "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې سره اړیکي لري، او که له طالبانو سره سوله د "داعش" ډله ختمه نه کړي، نو بیا باید غور وشي چې دا سوله څه ګټه لري."

نوموړي ارګ کې ورغلیو مېلمنو ته وویل، د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له خوا د سولې لپاره د پیل شویو هڅو هرکلی کوي او حکومت به یې د سولې بهیر د ملي ګټو پر محور پر مخ وړي.

ده ټینګار وکړ چې راتلونکی حکومت به "د ټول افغانستان حکومت وي او یوازې به د دولت جوړوونکې ډلې کسان پکې نه وي." نوموړي وویل، دی فکر کوي چې دې ټاکنو کې هېچا نه ده بایللې.

ښاغلي غني ژمنه وکړه چې د دولت اداري نظام کې به سمون راولي او د دې سمون په پایله کې به ملي عواید څو برابره لوړ شي. هغه دغه راز ژمنه وکړه چې د کرنیزو حاصلاتو صادرولو ته به پام کوي او د بشري ځواک د لا پیاوړي کولو لپاره کار کوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ترڅنګ، په سپېدار ماڼۍ کې د ثبات او همپالنې ټاکنډلې پلویانو عبدالله عبدالله ته د لوړې جلا مراسم جوړ کړي وو.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

محمد اشرف غني ټینګار وکړ چې راتلونکی حکومت به "د ټول افغانستان حکومت وي او یوازې به د دولت جوړوونکې ډلې کسان پکې نه وي."

د دواړو مراسمو په وروستیو شېبو کې نژدې سیمه کې د چاودنو غږونه واورېدل شول.

پژواک خبري اژانس وایي چې نن کابل کې په ارګ او سپېدار ماڼیو کې د لوړې مراسمو پر مهال د چاودنو غږونه راکټي بریدونه وو.

پژواک د یوه سراچه موټر عکسونه خپار کړي او وایي، راکټونه په همدې موټر کې ځای پر ځای شوي وو چې له تهیه مسکن سیمې نه د ارګ پر لور توغول شوي.