د غني او عبدالله د لوړې مراسمو ته غبرګونونه

لوړه

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح،

د ولسمشر غني د لوړې مراسم په ولسمشرۍ ماڼې کې د سلګونو کسانو په ګډون ترسره شول

پلازمېنه کابل د دوشنبې پر ورځ د دوه جلا مراسمو شاهده وه. په ارګ کې محمد اشرف غني، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لخوا بریالی اعلان شوی و، لوړه وکړه.

خو د ده سیال او پخواني اجرائیه رئیس د وروستیو پایلو له اعلان وروسته ویلي وو چې پایلې نه مني او خپل حکومت به اعلانوي، نو پر همدې اساس د نوموړي پلویانو هم دوشنبه په سپېدار ماڼۍ کې د هغه د لوړې مراسم نیولي وو.

د افغانستان روان سیاسي وضعیت، ټاکنیزو جنجالونو او د دوشنبې ورځو دوو جلا مراسمو ته بېلابېلو غبرګونونه وښودل شول، چې ځینې یې دلته لوستلی شئ:

ملګرو ملتونو غني ته مبارکي ورکړه:

د عکس سرچینه، UNAMA NEWS

د عکس تشریح،

د یوناما مشر ویلي چې له ولسمشر غني سره ګډ کار ته چمتو دی

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت محمد اشرف غني ته د ولسمشرۍ د لوړې مبارکي ورکړې ده. د یوناما په اعلامیه کې راغلي، ملګري ملتونه د ولسمشر غني د هغو ژمنو هرکلی کوي چې ټول شموله حکومت به جوړوي او د سولې او اقتصادي ودې لپاره به کار کوي.

د یوناما مشر تادا میچي یاماموټو ویلي چې له ولسمشر غني سره ګډ کار ته چمتو دی، او ټینګار یې کړی چې له سیاسي پلوه همغږی افغانستان د پرمختګ لار ده.

غني ته د عمران خان مبارکي او د ګډ کار هیله:

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ولسمشر غني ته مبارکي ویلي او هیله یې څرګنده کړې ده چې له هغه سره ګډ کار وکړي. عمران خان ټینګار کړی چې په سیمه کې د سولې او ټیکاو له پاره به هره ممکنه هڅه وکړي.

د عکس سرچینه، IMRAN KHAN FACEBOOK

اتمر غني ته مبارکي ورکړه:

د ولسمشر غني د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر ښاغلي غني ته د ولسمشر په توګه د نوې دورې د پیل مبارکي ویلې ده.

هغه یوه بیان کې ویلي اختلافات پای ته رسېدلي او دده په وینا "موازې حکومتونو جوړول چې د نظام د پاشل کېدو سبب کېدلی شي د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه دي. "

ښاغلي اتمر ویلي له نوي حکومته د ولس هیله داده چې د سولې او ملي یووالي د ټېنګښت لپاره کار وکړي او په دې برخه کې دی د نوي حکومت ملاتړ کوي. هغه هیله ښودلې چې کورنۍ ستونزې د خبرو او ټول منلي حکومت په تشکیل سره حل شي.

نېکولاس کې: نن مې د افغانانو زړورتیا ولیده

په افغانستان کې د ناټو سازمان ملکي استازي نیکولاس کې چې د ولسمشر غني په مراسمو کې یې ګډون کړی و ، پر ټویټر لیکلي نن مې د افغانانو د پام وړ زوړتیا ولیدله چې د بې زړه ترهګرو په وړاندې چې غوښتل یې د لوړې مراسم ګډوډ کړي یو موټی ودرېدل. ښاغلي کې ویلي اوس تر بله هر وخته روغې جوړې او سولې ته له بل هر وخت ډېره اړتیا ده.

حکمتیار له دواړو مراسمو سره پرېکون وکړ:

د حزب اسلامي مشر ګلبدن حکمتیار ویلي د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړو په مراسمو کې برخه نه اخلي.

د عکس سرچینه، ATMAR FACEBOOK

د محسن دوړ او علي وزیر لخوا غني ته مبارکۍ:

د پاکستان د ملي اسمبلې غړي او د پښتو ژغورنې غورځنګ یوه مشر محسن دوړ چې د ولسمشر غني مراسمو کې یې برخه اخستې، ښاغلي غني ته مبارکي ویلې ده. ده د لوړې مراسمو پرمهال په کابل کې راکټي برید په اړه ویلي د ولسمشر غبرګون هغو ته یو پیاوړی پيغام چې د ترهګرۍ او جګړه د فشار د یوه تکتیک په توګه کاروي.

ښاغلي دوړ ویلي له هغې تاوده هرکلي مننه کوي چې په افغانستان کې ورسره مخ شوی دی.

د پاکستان د ملي اسمبلې بل غړي او د پښتو ژغورنې غورځنګ بل مهم مشر علي وزیر پر ټویټر راکټي برید په تړاو لیکلي چې پښتانه نور له راکټونو، بمونو، او ځانمرګو بریدونو نه ویریږي.

زاخېلوال: په کور کې مې ډرامه ولیده:

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر او د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو د ښاغلي غني ملاتړي عمر زاخیلوال پر ټویټر یوه بیان کې په یوه وخت کې دوه ځایه د لوړې مارسم یوه ډرامه بللې چې دی کور ناست او دا ډرامه ګوري.

نبیل: امریکا او ملاتړي متحدین یې ناکامه شول

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل پر ټویټر لیکي د لوړې مراسمو چا ته مشروعیت نه ورکوي. ده ویلی نن د امریکا او په افغانستان کې یې د متحدینو لپاره د ناکامۍ ورځ ده.

کای ایډي د یووالي غوښتنه وکړه:

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي استازي کای آیډې پر ټویټر یوه بیان کې د ولسمشر غني او عبدالله له خوا پر یو ځای د لوړې مراسم ترسره کول ډیر خطرناک او د خفګان وړ بللي. هغه ویلي "دا وضعیت دوام نه شي کولی او اوس پياوړي یووالي ته اړتیا ده، نه ویجاړوونکې سیالۍ ته ".

همدا راز په کابل کې د کاناډا سفیر ډیو مېټکاف هم د خپل هېواد په استازیتوب ولسمشر غني ته مبارکي ویلې او پر افغانستان سیاست والو یې غږ کړی چې د هېواد ګټو او سولې لپاره یو موټی شي.