کورونا؛ څه وکړو چې پر مخ لاس لږ ووهو؟

کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

سترګې، پوزه او خوله بدن ته د ویروسونو د ننوتلو لپاره ښه مناسبه لار برابروي.

طبیبان او روغتیايي چارواکي بیا بیا موږ ته وايي، د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره باید پر سترګو، پوزه او خوله لاس ونه وهو.

خو دا کار په ریښتیا سخت دی، موږ تر هغه ډېر په مخ لاس وهو چې فکر یې کوو.

موږ د چلن له مخې له نورو ژویو سره ډېر توپیر لرو، خو دې توپیرونو کې یو هم د ناروغۍ خپرولو پر مهال ډېر اندېښمنوونکی دی.

انسان په یو څو هغو ژوو کې دی چې بیا بیا پر مخ لاس وهي او دا کار په ناروغۍ خپرېدلو کې مرسته کوي.

خو موږ ولې پر مخ لاس وهو او څنګه دا ناغوښتی چلن سمولی شو؟

د لاس وهلو مخینه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ټول ناغوښتي په ورځ کې بیا بیا پر مخ لاس وهي.

موږ ټول ډېر وارې پر مخ لاس وهو.

د ۲۰۱۵ کال د څېړنې له مخې ان د اسټرالیا د طب زدکوونکي هم پر مخ د لاس وهلو عادت نه شي پرېښودلی.

ښايي فکر وکړئ د طب زدکوونکي پوهېږي چې دا کار څومره خطر لري، خو ان هغوی هم په ګړۍ کې ۲۳ ځله د خولې، پوزې او سترګو په ګډون پر خپل مخ لاس وهي.

د روغتیا نړیوالې ادارې په ګډون د عامه روغتیا ادارې او کارپوهان وايي، دا لاس وهل خطرناک دي.

د کورونا په هکله یوه سپارښتنه دا ده چې د لاس په خوځولو واک لرل د هغه د مینځلو په کچه مهم دي.

ولې لاس وهو؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

انسانان او ځینې نور ژوي د پاکۍ یا د یو شي د مخنیوي لپاره پر مخ لاس وهي.

داسې ښکاري چې په انسان او ځینې نورو ژوو کې عادت د ناروغۍ سبب دی او دا مسله زموږ تکامل یا بشپړتیا سره تړلې ده.

که څه هم ډېری ژوي د پاکۍ او د یوه شي د مخنیوي لپاره پر مخ لاس وهي، خو موږ او ځینې نور ژوي په مختلفو دلایلو سره پر مخ لاس وهو.

برکلي پوهنتون کې د روانپوهنې استاد داشر کلتنر وايي، دا کار کله کله د ارامتیا لپاره وي، ځینې وخت ناغوښتي ډول سره وي او کله کله هم د یوه حالت د ختمېدو او د بل د پیلېدو لپاره وي.

د چلن ځینې کارپوهان په دې باور دي چې ځان لمسول د عواطفو د کنټرولولو او پاملرنې جلبولو لپاره دي.

جرمن روانپوه او د لایپزیک پوهنتون استاد مارتین ګرونوالد وايي، د یوه حیوان په توګه دا د انسان یو بنسټیز چلن دی.

"په ځان لاس وهل داسې حرکت دی چې تر ډېره اړیکو ته اړتیا نه لري او ناغوښتي حالت کې وي. دا کار په ټولو عاطفي او پېژندلو بهیرونو کې مهم رول لري او ټولو خلکو کې لیدل کېږي".

خو د لاس وهلو ستونزه دا ده چې سترګې، پوزه او خوله بدن ته د ننوتو لپاره ناغوښتو شیانو او ډولونو ته لار برابروي.

د بېلګې په ډول کورونا د اخته کس له پوزې او خولې د وړو څاڅکو په واسطه نورو خلکو ته لېږدېږي.

خو دا ناروغي په دې ویروس د ککړ ځای سره د تماس له امله هم لېږدېدلی شي.

د دې نوي ویروس څېړل لا هم روان دي، خو د کورونا ویروسونه تر ډېره ډېر مقاومت لري او ځینې یې ان تر ۹ ورځو په پرانیستي چاپېریال کې دوام لري.

ډېر مقاومت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

په توکو او یوه شي لاس وهل د ویروس لېږېدېدو لامل کېدلی شي.

د دې ناروغۍ دا ډېر مقاومت پر مخ باندې لاس وهلو سره ډېر خطرناکېدلی شي.

پر ۲۰۱۲ کال ځینې امریکايي او برازیلي څېړونکي د هغو کسانو مطالعې سره- چې په اتفاقي ډول غوره شوي وو- متوجه شول چې دوی هره ګړۍ له درې ډېر ځلې د عمومي ځایونو په موجوده مخونو لاس وهي.

دوی هره ګړۍ نږدې ۳،۶ ځله پر خوله او پوزه هم لاس وهي. په دې ډول دا له هغو ۲۳ ځلو خورا ډېر کم دی چې اسټرالیايي زدکوونکي یې پر مخ لاس وهي، ښايي داسې ځکه وي چې هغوی ټولګي کې د ناستې په وخت ارزول شوي، نه داسې فضا کې چې حواس پکې تیت پرک وي.

د ځینې روغتیايي کارپوهانو لپاره غوره دا ده چې پر مخ د لاس وهلو له امله د ویروس مقابل کې د خوندیتوب لپاره ماسک وکارول شي.

د لیډز پوهنتون استاد سټېفن ګریفین وايي، د لاس د روغتیا نه مراعتول د ناروغۍ د لېږدولو یو مهم عامل دی، خو ماسک کارول سبب کېږي چې خلک په مخ لاس لږ ووهي.

څه کار کولی شو؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ماسک تړل له موږ خپل مخ خوندي کولی شي.

خو څه کار کولی شو چې له مخې یې په مخ لاس لږ ووهو؟

کلمبیا پوهنتون کې د چلنپوهنې استاد مایکل هالزورث- چې یو وخت د برتانیا حکومت سلاکار هم و- وايي، سپارښتنه پلې کول هم سخت کار دی.

هغه بي بي سي ته وویل: "هغو چارو کې بدلون راوستل له پخوا راهیسې ستونزه ده چې ناغوښتې پېښېږي. خلکو ته دا ویل چې بیا بیا لاس ومینځي تر دې اسان دي چې ورته وایو په مخ کم لاس وهئ. که خلکو ته یوازې دا وایې چې دا کار ناغوښتی مه کوه، نو بریالی به نه شې".

خو ښاغلی هالزورث باوري دی چې ځینې ارزښتونه ګټور دي، چې یو پکې هغو شمېرو ته پام دی چې موږ یې په مخ وهو.

د هغه په خبره، کله چې بدن خارښت کوي، د لاس په ځای مټ کارولی شو. که څه هم دا به عمومي نه وي، خو خطر کموي.

د پاروونکو پېژندل

د عکس سرچینه، Getty Images

د چلنپوهانو بله سپارښتنه دا ده چې پر ځان د لاس وهلو دلیلونه پیدا کړئ.

ښاغلی هالزورث وايي، "که د دې پېښې پاروونکي عوامل پیدا کړو، نو له مخې یې عمل کولی شو، څوک چې په سترګو لاس وهي، لمرینې سترګۍ په سترګو کولی شي. په لاسونو ناستې سره د دې کار خنډ کېدلی شي".

نوموړی زیاتوي، دې برخه کې له ملګرو هم مرسته غوښتلی شو چې راته ووايي، لاس مه وهه.

خو د خبرداري لپاره لاسموغان یا دستکش مناسب نه بولي او وايي، که ژر بدل نه شي ممکن چټل وي.

لاس مینځل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

که هر څومره د لاس پر مینځلو ټینګار وکړو بیا هم کم دی.

خو بالاخره یو شی هم د لاس مینځلو ځای نشي نیولی او نه ډېر پام خپلولی شي.

د روغتیا نړیوالې ادارې سرمنشي تدروس ادهانوم د فبرورۍ پر ۲۸ خبري غونډه کې وویل، مجبور نه یو چې واکسین او درملو ته په تمه پاتې شو. خلک اوس هم د ځان او نورو د خوندیتوب لپاره ډېر کارونه کولی شي.