افغانستان کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر اوو ته ورسېد

کورونا

د عکس سرچینه، HOSHANG HASHIMI

د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکي وايي د کورونا ویروس درې نوې پېښې یې ثبت کړي چې دوه په سمنګان او یوه په هرات کې ولایت کې ده.

د دې وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې له دې درې نویو مثبتو پېښو دوه تنه یې په ایران کې محصلین وو چې تازه له دغه هېواده ستانه شوي وو، چې یو یې د هرات او بل سمنګان ولایت اوسېدونکی دی.

دریم تن هم د سمنګان اوسېدونکی دی، په دې سره اوس له هرات پرته لږ تر لږه په یوه بل ولایت کې هم د کورونا ویروس مثبته پېښه شوه.

د دې نورو شمېرو له مخې اوس په افغانستان کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې اوو ته لوړې شوې.

تر اوسه د افغانستان مختلفو ولایتونو کې د کورونا لسګونه شکمنې پېښې معاینه شوې، خو منفي بلل شوې دي.

دا شکمنې پېښې، په هرات، هلمند، فراه، غور، بغلان، بلخ، فاریاب، غزني، لوګر او کابل کې ټولې شوې وې.

د کورونا د مخنیوي لپاره تدبیرونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

دې وروستیو کې زرګونه افغانان له ایران را وتلي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ملي پګړې یا بسیج غوښتنه کړې ده.

افغان حکومت د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره ۲۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

ولسمشر غني څو ورځې مخکې د ملي شورا د پرانیستې غونډه کې وویل، که افغانستان کې د کورونا خپرېدل چټک شي، حکومت به له دې ویروس سره د مقابلې لپاره ملي بودیجه باندې بیا کتنه وکړي او د تصویب لپاره به یې بیا ولسي جرګې ته واستوي.

د ممکنه ناروغانو د پېژندلو لپاره د افغانستان پولو او هوايي ډګرونو کې ځانګړي تدبیرونه نیول شوي، خو پر دې ویروس د اخته کس د پېژندلو لپاره یوازې پلازمېنه کابل کې امکانات شته او شکمن کس باید د معاینې د نتیجې تر روښانېدو پورې اړوند ولایت کې قرنطین شي.

د کورونا ویروس د ازمېښت ډبی ۱۶ سوه ډالر لګښت لري چې د ۵۰ کسانو د معاینې لپاره کارېدلی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

بیا بیا لاس مینځل د ویروس د لېږد مخنیوي کې مرسته کوي.

افغان حکومت وايي، هرات ولایت کې به ښوونځي او پوهنتونونه په ځنډ پرانیستل شي.

د روغتیا وزارت له خلکو غوښتي چې د نوروز مراسمو او غونډو کې ګډون ونه کړي.

ازبکستان له افغانستان سره پوله تړلې او پاکستان هم پر سپین بولدک دروازه تګ راتګ د یوې اونۍ لپاره بند کړی دی.

افغانستان هم لومړیو کې له ایران سره پوله وتړله، خو وروسته یې پرانیسته.