کابل کې پر درمسال برید؛ ۲۵ کسان وژل شوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کابل کې پر درمسال برید

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل ښار کې د چارشنبې پر ورځ (مارچ ۲۵) پر درمسال د برید له امله ۲۵ کسان وژل شوي او اته ټپیان دي.

برید د کابل لومړۍ امنیتي حوزې په شور بازار سیمه کې سهار نږدې اته بجې وشو او شاوخوا شپږ ګړۍ وروسته پای ته ورسېد.

په ځینو رسنیو کې ویل شوي چې ددغه برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی.

شوربازار د کابل زوړ ښار یوه پخوانی ځای دی او د دې سیمې درمسال کې څو سیک کورنۍ ژوند کوي.

د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې امنیتي ځواکونو په درمسال کې د ښځو او ماشومانو په ګډ،ن نږدې اتیا کسان ژغورلي دي.

د برید انځورونه: دا ځای کېکاږئ

که څه هم لومړیو کې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویل چې ممکن څلور بریدګر دې حمله کې ښکېل وي، بیا یې وویل، چې دوه بریدګر وژل شوي دي، خو اوس اعلامیه کې را غلي، د یوه وسلوال په وژل کېدو سره برید پای ته ورسېد.

غبرګونونه

د انځور حقوق Reuters
Image caption هغه افغان سکان چې خپلوان یې له لاسه ورکړي

محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، پر درمسال دا برید غندلی او دا یې د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار بللی دی.

له ارګه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر غني ویلي: "پر مذهبي ځایونو برید د دښمن ډېر ټیټوالی ښيي. مذهبي ځایونه له هر ډول تاوتریخوالي او بریدونو خوندي وي."

نرېندرا مودي

په ورته وخت، د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي هم په یوه وېډیويي پیغام کې ویلي، "نن کابل کې پر ګوردواره (عبادتځي) د اورپکو د برید له کبله له زړه غمجن شوی یم. له د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي کوم."

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر ټوېټر کابل کې پر درمسال دا یو وحشیانه برید بللی دی.

د دغه وزارت ویاند راویش کومار پر ټوېټر لیکلي، پر لږکیو، په تېره په دې وخت کې دا ډول غلچکي بریدونه د جنایت کوونکو د شیطاني عقل او د دوی د ملاتړو ښکارندويي کوي.

Image caption د پېښې ځای کې امبولانسونه

د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار هم دا برید غندي او ايي: "دا برید ښيي چې ولې یو ټولیز اوربند ته ضرورت دی او ولې موږ د سولې پر داسې بهیر ټینګار کوو چې د افغان ولس پرضد هر ډول تاوتریخوالی پای ته ورسوي".

د افغانستان پخواني اجرایه مشر عبدالله عبدالله هم دا برید غندلی دی.

کابل کې د امریکا سفارت د ننني برید د قربانیانو او د هغوی کورنیو سره خواخوږي ښودلې او یوه ټوېټ کې دا برید غندي چې پکې د عبادتځي په نښه کولو سره بې ګنا خلک زیانمن شوي دي.

کابل کې د پاکستان سفارت خپل ټوېټر کې ویلي چې د کابل برید غندي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption کابو دوه کاله وړاندې د افغانستان پر هندو او سک وګړو ځانمرګی برید شوی و

هندوان او سیکان له پېړیو را هیسې افغانستان کې ژوند کوي، له ۷۰ لمریزي لسیزې مخکې نږدې ۲۵۰ زره سیک او هندو کورنۍ د افغانستان په څو ښارونو کې ژوند کاوه، خو د کورنیو جګړه له امله یې کډوالي پیل کړه، چې اوس هم روانه ده.

اوس له سلو کمې کورنۍ د افغانستان څو ښارونو کې ژوند کوي.

ناامني، بې وزلي، ښوونې روزنې ته نه لاسرسی او بې سرپانيي د دوی مهمې ستونزې دي.

ورته مطالب