روسیه: امریکا د فشار لپاره له افغانستان سره مرسته کموي

ضمیر کابلوف د انځور حقوق МИД России

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف له افغانستان سره د امریکا د یو میلیارد ډالرو مرستې کمول پر ولسمشر غني او پخواني اجراییه مشر عبدالله د فشار اله بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د دوشنبې په ورځ کابل کې له ولسمشر غني او ښاغلي عبدالله سره ولیدل چې د دوی ترمنځ سیاسي کړکېچ حل کړي، خو له افغانستان تر ستنېدو وروسته دغه وزارت له افغانستان سره د مرستو کمولو خبره وکړه.

ضمیر کابلوف وايي، مایک پمپیو د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ په منځګړتوب کې پاتې راغی، ځکه یې دا مرسته کمه کړه:

"روښانه ده، دوی یې پلان ونه مانه او مقابل کې یې دا سخت خپګان وښودل شو."

* امریکا او برتانیا د اشرف غني د لوړې مراسمو ځنډولو هرکلی کړی

* محمد اشرف غني د افغان ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان شو

د نوموړي په خبره، راتلونکي کې به دا ارزول کېږي چې د امریکا دغه دریځ نتیجه لري که نه.

افغان ولسمشر محمد اشرف د واشنګټن لخوا د مرستو کمولو اعلان په غبرګون کې ویلي، د امریکا د مرستو کمول به د حکومت پر مهمو برخو نېغ اغېز نه کوي او هڅه به وکړي چې په ریاضتي لارو او نورو بدیلو سرچینو سره دا تشه ډکه کړي.

هغه دا هم وویل چې امریکا دا مرستې کمې کړې نه دي، بلکې مشروطې کړې یې دي او افغان حکومت به هڅه وکړي چې د خبرو له لارې د امریکایي حکومت قناعت ترلاسه کړي.

د انځور حقوق Arg
Image caption کابل کې له ولسمشر غني او پخواني اجرایه مشر سره د مایک پمپیو تر لیدنې وروسته امریکا مرسته کمه کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستې کمولو اعلامیه کې د امریکا حکومت پر دې خبره خواشینی دی چې افغان مشران د یو ټولشموله حکومت په جوړولو کې پاتې راغلي.

خو ولسمشر غني زیاته کړه چې حکومت د سیاسي بحران حل ته چمتو دی، مګر عبدالله عبدالله د افغانستان د اساسي قانون بدلول غواړي او دا کار یوازې د اساسي قانون لویه جرګه کولی شي.

د روسیې ځانګړی استازی هم وايي، دریځ یې د پخوا په څېر دا دی چې افغانستان کې ټولې سیاسي ډلې له اختلافونو تېرې شي او داسې حکومت جوړ کړي چې "ټول اړخونه یې په رسمیت وپېژني".

نوموړي له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو هرکلی هم کړی دی.