افغان حکومت د مارچ پر ۳۱مه سل تنه طالب بندیان خوشي کوي

طالبان د انځور حقوق AFP
Image caption طالبان وایي، د مارچ میاشتې پر ۳۱مه نېټه به د بندیانو د خلاصون پروسه پیل شي

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل بي بي سي ته ویلي، افغان حکومت به د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر اساس د مارچ پر ۳۱مه نېټه سل تنه طالب بندیان د بشري لاملونو پر اساس خوشي کوي. بله خوا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي چې د مارچ پر ۳۱مه به د بندیانو د خلاصون پروسه عملاً پیل شي.

د ملي امنیت شورا ویاند وایي، دغه سل تنه بندیان به د دوی عمر او روغتیایي وضعیت ته په کتو، او دا چې څومره د کورونا وېروس ګواښ سره مخ دي، خوشي کېږي.

ښاغلي فیصل بي بي سي ته وویل، له دې کسانو به هم تضمین اخیستل کېږي چې له خوشي کېدو وروسته به بېرته د جګړې ډګر ته نه ستنېږي.

نوموړي زیاته کړه چې په راتلونکو ورځو کې به د طالبانو یو پلاوی د خبرو دوام لپاره د افغان حکومت له یو پلاوي سره مخامخ ګوري.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو دا ویډیو کانفرنس او د بندیانو خوشي کولو هوکړه مثبت پرمختګ بولي او په ټوېټ کې زیاتوي: "د تخنیکي غونډو له لارې به د بهیر د سم پرمخ تللو ډاډ وشي".

بله خوا قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د بندیانو د خلاصون پرېکړه چارشنبه په هغه غونډه کې وشوه چې د طالبانو د تخنیکي ټیم ، سره صلیب، امریکا، قطر او د افغان حکومت د تخنیکي ټیم تر منځ د ویډیويي کانفرانس له لارې جوړه شوې وه.

ښاغلي شاهین لیلکي چې دې غونډې ۴ ساعتونه دوام وکړ او د بندیانو د خلاصون پر پروسې یې مفصلې خبرې وکړې.

نوموړی وایي، طالبان به د خپلو بندیانو د تصدیق لپاره یو تخنیکي هیئت دبګرام بندي خانې ته لیږي تر څو د ورکړل شوي لېست مطابق د بندیانو په پيژندنه، تائید او را خلاصولو کې مرسته وکړي.

طالب ویاند سهیل شاهین سې شنبه په یوه جلا ټویټ کې ویلي وو، له امریکا سره د طالبانو د هوکړې پربنسټ به، د طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو او همداراز د افغان حکومت اړوندو بندیانو د خلاصون لپاره زمینه برابره شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د روانې مارچ پر ۱۴مه، ټاکل شوې وه چې د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې د طالب زندانیانو لومړۍ ډله خوشي شي، خو د افغانستان د امنیت شورا ویلي وو، د دې زندانیانو د خلاصون پر څرنګوالي کار روان دی.

د روانې مارچ پر ۱۴مه، ټاکل شوې وه چې د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې د طالب زندانیانو لومړۍ ډله خوشې شي، خو د افغانستان د امنیت شورا ویلي وو، د دې زندانیانو د خلاصون پر څرنګوالي کار روان دی.

په دې فرمان کې راغلي چې سره له نن به هره ورځ سل (۱۰۰) بندیان د دوی عمر، روغتیایي وضعیت او بند کې تېرې کړې مودې ته په کتو خوشي کېږي.

خو د افغانستان د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل بي بي سي ته ویلي وو، چې د دغو کسانو د خوشي کولو پر څرنګوالي کار روان دی.

ښاغلي فیصل وویل چې افغان دولت اوس ټول نوملړونه او په ټوله کې دا موضوع څیړي چې "څه خطرونه او څه ګټې لري او څه ډول باید کار وشي."

وړاندې، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو، د دې وخت را رسېدلی دی چې افغان حکومت او طالبان د یو بل د بندیانو د خوشي کولو چاره پیل کړي.

ښاغلي خلیلزاد دا هم ویلي وو چې، امریکا غواړي له طالبانو سره د خپلې هوکړې سره سم د بندیانو د خوشي کولو چاره ژر تر ژره پیل شي.

ورته مطالب