د امریکا سفارت له طالبانو سره د خبرو لپاره د افغان مرکچي پلاوي د نوملړ هر کلی وکړ

ارګ د انځور حقوق Arg

په کابل کې د امریکا سفارت له طالبانو سره د خبرو لپاره د افغان حکومت د اعلان شوي نوملړ هرکلی وکړ.

دې سفارت خپل ټوېټر کې لیکلي، موږ چمتو یو چې د دوی( افغان حکومت او طالبانو) د مخامخ خبرو لپاره چمتووالی اسانه کړو او افغانستان کې د سولې ژمنه په واقعیت بدله کړو.

خو د افغانستان د پخواني اجرائیه مشر مرستیال ویاند امید میثم د سولې لپاره د افغان حکومت د وزارت دا نوملړ ټولیز نه بولي.

نوموړي بي بي سي ته وویل: دا نوملړ بشپړ نه دی، چې پکار ده نورې او پراخې سلا مشورې وشي او د سولې بهیر کې د ټولو مشرانو او اغېزناکو لورو سره د سلا او نظر د تبادلې په رڼا کې یو ټولیز او ټول ګډونی ترکیب برابر شي.

د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت تېره شپه له وسلوالو طالبانو سره د خبرو لپاره د معصوم ستانکزي په مشرۍ خپل ۲۱ کسیز پلاوی اعلان کړ.

د سولې په چارو کې د افغان حکومت وزیر عبدالسلام رحیمي خپل ټوېټر کې لیکلي، دا پلاوی د ټولنې له ټولو اغېزناکو اړخونو او پاړکو سره له پوره غور او سلا مشورې وروسته ټاکل شوی دی.

د نوموړي په خبره، دا پلاوی دنده لري چې له طالبانو سره خبرو کې د افغان حکومت استازولي وکړي.

"د افغانستان اسلامي جمهوریت دغه پلاوي ته د بریالیتوب له هیلې سره له دوی غواړي چې د خبرو ټولو پړاوونو کې د هېواد ستر مصلحتونه، د خلکو ګډ ارزښتونه او د یو موټي افغانستان اصولي دریځ په نظر کې ونیسي او هېواد کې د تلپاتې سولې او ټیکاو ټینګولو هڅې وکړي".

ښاغلی رحیمي زیاتوي، وزارت یې د سولې پروسې د مخته بېولو او تصمیم نیولو د ټولو مېکانېزمونو د مدېریت په برخه کې د افغان حکومت له خوا ټولې اسانتیاوې برابروي او اړوند اجراييوي چارې به په مسوولانه توګه پرمخ بیايي.

د چارشنبې په ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ یوې سرچینې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د یوه شل کسیز پلاوي یو نوملړ تایید کړ.

* افغان سوله، شخصي ګټې او ملي اندېښنه

* افغان سوله: مایک پومپیو وایي پر هېڅ شي باور نه شي کېدلی

* افغان سوله؛ یوناما‌ د دایمي اوربند لپاره د یو موټی کېدو غوښتنه کړې

خو د دې نوملړ په غبرګون کې د افغانستان د سولې چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ بي بي سي ته وویل، له طالبانو سره د افغان دولت مرکچي پلاوي په اړه خپور شوی نوملړ وروستی نه دی او پکې د بدلون امکان شته.

دغه وزارت تېره شپه د مرکچي پلاوي نوملړ خپور کړ چې پکې پر پنځو مېرمنو سربېره د قومي او جهادي مشرانو زامن هم شامل دي چې ښکاري د خپلو پلرونو استازي کوي، لکه د عبدالرشید دوستم زوی باتور دوستم، د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور زوی خالد نور، د مطلب بېک زوی متین بېک، ملا نقیب الله زوی کلیم الله نقیبي.

د انځور حقوق Getty Images

تمه کېږي د دواړو لورو د بندیانو تر خوشي کېډو وروسته د افغان حکومت او طالبانو خبرې پیل شي.

خو لا هم مالومه نه ده چې دا لومړنۍ ناسته به چېرته وي او په کوم ډول مسلو به بحث کوي.

افغان حکومت او طالبانو تراوسه دوه ځلې د ویډیو کانفرانس له لارې د بندیانو خلاصولو په هکله خبرې کړې دي.

د دواړو لورو لومړنۍ خبرې څلور ورځې مخکې د بندیانو پر خوشي کولو وې.

دویمه ناسته هم د چارشنبې په ورځ وه او هوکړه وشوه چې د مارچ پر ۳۱ د بندیانو خوشي کول پیل شي.

دې غونډه کې د طالبانو او افغان حکومت پر تخنیکي ټیمونو سربېره د سور صلیب، امریکا او قطر استازو هم ګډون درلود.

د افغان حکومت د پلاوينومونه

۱ معصوم ستانکزی د پلاوي مشر

۲ فاطمه ګیلاني

۳ نادر نادري

۴ عبدالمتین بیک

۵ فوزیه کوفي

۶ ضرار احمد مقبل

۷ عبدالهادي ارغندیوال

۸ محمد رسول طالب

۹ حبیبه سرابي

۱۰ ډاکټر غیرت بهیر

۱۱ محمد حفیظ منصور

۱۲ غلام فاروق مجروح

۱۳ مولوي عنایت الله بلیغ

۱۴ باتور دوستم

۱۵ کلیم الله نقیبي

۱۶ محمد ناطقي

۱۷ جنرال ایوب انصاري

۱۸ شهلا فرید

۱۹ شریفه زرمتۍ

۲۰ خالد نور

۲۱ ډاکټر امین احمدي

ورته مطالب