کورونا وېروس؛ کابل کې پر ګرځېدو د محدودیت طرحه تصویب شوه

ارګ د انځور حقوق ARG
Image caption انځور د کابینې د پخوانۍ( د مارچ ۲۱) غونډې دی.

کورونا وېروس؛ کابل کې پر ګرځېدو د محدودیت طرحه تصویب شوه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ د کابينې په بېړنۍ ناسته کې کابل کې پر تګ را تګ د محدودیت لګولو طرحه تصویب کړه او له خلکو یې وغوښتل چې ټولېدنو ته له ورتګه ډډه وکړي.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح خپل ټوېټر کې لیکلي دا محدودیت د دې لپاره دی چې کارګر، مېرمنې او نور زیانګالي یا اسېبپزیر خلک له لوږې ونه رنځېږي.

د هغه په خبره، د اکمالاتو لړۍ به زیانمنه نه شي او ناضروري څانګې او کارمنان به رخصت وي: "زموږ هدف دا دی چې بیروبار کم کړو".

افغان حکومت له کورونا سره د مقابلې لپاره دا ګام پورته کوي.کورونا وېروس؛ کابل کې پر ګرځېدو د محدودیت طرحه تصویب شوه

کابل کې د کورونا ۳۱۹ شکمنې پېښې ثبت شوې، چې تر معاینې وروسته ۳۱۵ منفي او څلور مثبتې دي.

* د کورونا ویروس ګډوډۍ کې پنځه هیلې

* په کورونا وېروس له اخته کسانو څو مري؟

* کورونا وېروس ایران کې ۱۶ افغان کډوال وژلي

د روغتیا وزارت ومنله چې په ننګرهار کې هم په کورونا اول ځل یو کس اخته شوی دی.

د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وايي، دا ناروغ دوه اونۍ مخکې سعودي کې له عمرې ادا کولو وروسته ستون شوی دی.

تراوسه د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د کورونا وېروس ۹۷۶ مشکوکې پېښې د کابل او هرات لیبارټریو کې معاینه شوې چې پکې ۹۱ مثبتې او ۸۸۵ منفي بلل شوې دي.

په دې پېښو کې د ناټو څلور سرتېري نه راځي چې کورونا نیولي دي.

هرات چې ۴۱۳ پېښې پکې معاینه شوې ۶۵ مثبتې او ۳۴۸ منفي بلل شوې دي.

تراوسه افغانستان کې له کورونا ویروس درې کسان مړه شوي، چې دوه هرات او یو بلخ کې دی.

افغانستان کې له دې وېروس درې ناروغان جوړ شوي هم دي.

د لس زره بندیانو خوشي کول

د انځور حقوق @GMICAFGHANISTAN
Image caption افغان چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې له کورونا سره د مبارزې لپاره لس زره بندیان هم خوشي کېږي.

افغان چارواکو د پنجشنبې په ورځ ( د مارچ ۲۶) وویل، له کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره له افغان زندانونو شاوخوا ۱۰ زره بنديان خوشي کوي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ، روغتيا وزارت او د زندانونو د عمومي رئيس په ګډ خبري کنفرانس کې اعلان وشو، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د زندانيانو د ازادولو فرمان صادر کړی دی.

افغان حکومت وايي، هغه زندانیان خوشي کوي چې د کورونا وېروس پر وړاندې له زیات خطر سره مخ دي.

د افغانستان لوی څارنوال وویل، د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې د مجرمینو ازادېدل د دغه فرمان برخه نه دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې ټاکلې دغه زندانیان تر راتلونکو لسو ورځو خوشي شي.

ورته مطالب