طالبان: له کابله خپل تخنیکي ټیم سملاسي بېرته را غواړو

سهیل شاهین
د عکس تشریح،

سهیل شاهین وايي، اړوند لوري د بندیانو خلاصون په لوی لاس ځنډوي

افغان طالبانو اعلان کړی چې د بندیانو د خلاصون پر موضوع له افغان حکومت سره روانې خبرې ختموي او له کابله خپل تخنیکي ټیم بېرته ورغواړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، له امریکا سره د شوې هوکړې له مخې باید د دوی بندیان پخوا خوشي شوي وای او بین الافغاني خبرو ته باید لار هواره شوې وای.

خو نوموړی تور لګوي چې اړوند لوري په لوی لاس د بندیانو خلاصون ځنډوي، او له همدې کبله دوی په سملاسي توګه خپل تخنیکي ټیم له کابله بېرته ورغواړي.

د طالبانو له دې اعلانه یوازې څو ساعته مخکې افغان حکومت ویلي وو چې لا هم د بندیانو د خلاصون پر موضوع طالبانو سره خبرو ته جمتو دی.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر نن سې شنبه کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، پر دې موضوع خبرې کول وخت غواړي او بیړه نه ده پکار.

ښاغلي عمر وویل، د بندیانو د خلاصون پر موضوع د افغان حکومت دریځ روښانه دی او هېڅ کوم بدلون پکې نه دی راغلی.

نوموړي ټینګار وکړ چې افغان حکومت د بندیانو موضوع د سولې د بهیر یوه برخه بولي او فکر کوي چې دا چاره د سولې په راوستلو کې مرسته کولی شي.

د عکس تشریح،

وحید عمر وایي، د بندیانو د خلاصون موضوع پېچلې ده او خبرو کې بیړه نه ده پکار

خو وحید عمر زیاته کړه، تر هغې چې مقابل لوری، یعنی طالبان هم ښه نیت څرګند نه کړي او عملي ګامونه پورته نه کړي، افغان حکومت د بندیانو خوشي کولو ته چمتو نه دی.

افغان حکومت وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې طالبانو پرون دوشنبه وویل، د بندیانو د خلاصون موضوع په بېلابېلو پلمو ځنډول کېږي، او که دا وضعیت دوام وکړي دوی به افغان حکومت سره روانې خبرې ودروي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین سې شنبه سهار بي بي سي ته ویلي وو، کابل ته د بندیانو د خلاصون لپاره استول شوی پلاوی یې لا هم کابل کې دی، خو که دې خبرو کې پرمختګ ونشي نو پلاوی به یې له کابله لاړ شي.

اوس داسې ښکاري چې طالبان د افغان حکومت تخنیکي ټیم سره د خبرو له روان وضعیته خوښ نه دي او خپل تخنیکي ټیم یې بېرته ورغوښتی دی.

د عکس تشریح،

طالبان ټینګار کوي چې د دوی ټول بندیان باید بې له قید و شرطه ازاد شي

داسې ښکاري چې د جنجال اصلي موضوع هغه ۱۵ تنه طالب زندانیان دي چې افغان حکومت وایي په لویو بریدونو کې یې لاس درلود او له همدې کبله یې خوشي کولو ته چمتو نه دی.

خو ښاغلي شاهین خپل ټوېټر کې د حکومت دا دریځ د بندیانو د خوشي کولو بهیر د ځنډولو پلمه بللې ده او لیکلي یې دي:

"موږ کابل ته د بندیانو د کمیسیون تخنیکي ټیم زموږ د بندیانو د تصدیق او تثبیت لپاره لیږلی و ځکه د لاسلیک شوې توافقنامې او شوې وعدې مطابق د بندیانو خلاصون پیلیدونکی و خو متاسفانه د بندیانو خلاصون تراوسه پورې په یوه او بله پلمه ځنډول شوی دی".

نوموړی د خپلو ټوېټونو لړۍ کې زیاتوي: "له همدې امله، له سبا(نن د اپرېل ۷) څخه زمونږ تخنيكي ټیم له اړوند جهتونو سره په نورو بې نتیجې ناستو کې ګډون نه کوي.".

پرون د اپرېل ۶ د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس او د افغان سولې لپاره د مرکچي پلاوي غړي عبدالمتین بیګ وویل،افغان حکومت په لومړي پړاو کې د هغو ۱۵ طالب بندیانو خوشي کولو ته چمتو نه دی چې په خونړیو بریدونو کې یې لاس لرلی وي.

د نوموړي ځواب کې ښاغلي شاهین بي بي سي ته وویل، دا ۱۵ کسان هم د هغو پنځه زره بندیانو په لېست کې دي چې له امریکا سره د دوی د خپلمنځي هوکړې له مخې باید خوشي شي:

"د دې ۱۵ کسانو خوشي کېدل ځکه اړین دي چې له دوی سره د نورو بندیانو د خوشي کېدو په تثبیت کې مرسته وکړي.

د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې د پنځو زرو طالب او بدل کې د دې ډلې له خوا د زر افغان سرتېرو خوشي کېدل د افغانانو خپل منځي خبرو د پېل لپاره د یوه شرط په توګه وړاندې شوي دي.

د ښاغلي شاهین په خبره، د دې ډلې د بندیانو په خوشي کولو کې هر راز ځنډ به بین الافغاني خبرې وځنډوي.

د ولسمشر غني فرمان

د عکس تشریح،

ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې د طالب بندیانو د خوشي کولو لپاره د فرمان خبره وکړه.

افغان حکومت د طالبانو او امریکا د سولې تړون د لاسلیک لومړیو کې هم د طالب بندیانو له خوشي کولو سره مخالفت ښود، خو ولسمشر غني د خپلې لوړې مراسمو کې وویل، چې د بندیانو خوشي کولو فرمان به صادر کړي.

د نوموړي د فرمان له مخې لومړي پړاو کې او د افغانانو له خپلمنځي خبرو مخکې پنځلس سوه طالب بندیان خوشي کوي، چې له دې بندیانو به هره ورځ سل کسان عمر، روغتیايي وضعیت او د بند پاتې مودې ته په پام خوشي کېږي.

د ښاغلي غني د فرمان له مخې د افغان حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو پیلېدو او دې بهیر کې به هرو دوو اونیو کې پنځه سوه طالب بندیان چې ټول ۳۵۰۰ کېږي په دې شرط خوشي کېږي چې تاوتریخوالی پام وړ کم شي.