کورونا وېروس؛ په تورخم د زرګونو کسانو بې معاینې را اوښتل

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ, 1

منځپانګه نه شته

په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي‌ سي‌ د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.

د ‍پوسټ Facebook پای, 1

ننګرهار کې ځايي چارواکي وايي، پاکستان کې ایسارو زرګونو افغانانو د تورخم دروازې د خلاصېدو په دویمه ورځ په دغه دروازه بیروبار جوړ کړی او د کورونا وېروس له معاینې او د ویزې د خروجي او دخولي له لګولو پرته را اوښتي دي.

د کورونا وېروس د نه خپرېدو لپاره ځايي چارواکو د تورخم سره دې را اوښتونکو ته پنډغالی جوړ کړی و.

د دوشنبې په ورځ د دې دروازې پرانیستل کېدو سره را اوښتونکي کسان معاینه کېدل او بیا ځانګړي پنډغالي ته وړل کېدل.

خو د سې شنبې په ورځ( د اپرېل ۷) د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزي ته وویل، د تورخم پورې غاړه چې پرون زرګونه کسان ټول شوي وو، نن یې په دروازه بیروبار جوړ کړی او را اوښتي دي.

نوموړی وایي، د پخواني پلان له مخې پکار و دا کسان معاینه شوي وی:

" متاسفانه له هغې خوا سم مدیريت او پر ژمنه عمل نه دی شوی. موږ د سکرينينګ چمتوالی درلود، خو نږدې له اتو تر لس زرو کسان يو دم په تورخم دروازه را پرېښودل شوي، هجوم يې را وړی دی او بې له دې چې معاينه او نورې چارې وشي، دوی را تېر شوي دي".

له دې مخکې پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل ویلي و، د سې شنبې په ورځ( د اپرېل ۷) به د تورخم او سپین بولدک له لارې له پاکستان د افغانانو ستنېدل محدود نه وي.

"د پاکستان حکومت سره دې پایلې ته ورسېدو ترڅو سر له سبا د سپين بولدک او تورخم له لارو، پرته د زر تنو د تېرېدو د محدودیت په نظر کې نیولو سره، ټولو مسافرو ته اجازه ورکړي چې افغانستان ته داخل شي".

د نوموړي په خبره، له اړوند افغان چارواکو سره یې هم د بشپړ چمتووالي او اسانتیاوو خبره کړې ده.

افغان او پاکستاني چارواکي د تورخم او سپین بولدک دروازو پرانیستل په پاکستان د ايسارو افغانانو را تېريدل بولي.

دا لارې د مارچ په ۱۶مه د پاکستان حکومت د کورونا رنځ د خپرېدو د مخنيوي په پار وتړلې، خو هلته زرګونه ايسار افغانان چې د ناروغۍ، خپلوۍ او کاروبار لپاره تللي و ايسار پاتي دي.

ننګرهار کې چارواکو پرون ویل، له تورخم دروازې راتېرېدونکي به په تورخم ښارګوټي تر ۲۱ ورځو کرنتين وي، خو ايسارو خلکو د ټولو کرنتین کېدل يو بل سرخوږی ګاڼه.

تېر ماښام چارواکو بیا وویل، په تورخم راوښتونکي چې د کورونا نښې ونه لري، کورونو ته لېږل کېږي او تورخم کې يې نه کرنتینوي.

د ننګرهار ولايتي ادارې پرون دا هم وویل، چې له تورخم دروازې د دوشنبې په ورځ راوښتو نژدې زر واړو د کورونا نښې نه درلودې او سې شنبه کورونو ته پرېښودل کېږي.دوی دا هم ویل چې د سې شنبې او چارشنبې ورځې له راتلونکو کسانو سره هم همداسې کوي.

پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل ویلي، پرون له تورخم تر زرو او له سپین بولدک تر نهه زرو افغانان له پاکستان ستانه شوي دي.

له پاکستان سره د افغانستان سپین بولدک او تورخم دروازې د دوشنبې په ورځ سهار اته بجې په پاکستان کې ايسارو افغانانو ته د درې ورځو لپاره پرانيستل شوې.