اندرابي: کابل کې محدودیتونه عملي کوو؛ سرغړوونکي به حوزې ته بیایو

اندرابي
د عکس تشریح،

مسعود اندرابي ویلي، نور به چا ته اجازه نه ورکوي چې کابل ښار کې له محدودیتونو سرغړونه وکړي

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست مسعود اندرابي د کابل ښار اوسېدونکو او په ځانګړې توګه دولتي مامورینو ته خبرداری ورکړی چې له اړتیا پرته دې له کورونو نه ووځي او له محدودیتونو دې سرغړونه نه کوي. نوموړي ویلي، که کوم دولتي مامور له دلیل برته ښار کې ونیول شو نو اړوندې حوزې ته به بېول کېږي.

ښاغلي اندرابي د سې شنبې پر ورځ په یوه ویډیویي پیغام کې وویل، ګڼو وزارتونو خپل کار کوونکي د کورونا وېروس اندېښنو له کبله رخصت کړي دي، خو دا په دې مانا نه ده چې دا کارکوونکي دې په ښار کې چکرې وهي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه چې له چارشنبې به کابل کې ۱۶۰۰ امنیتي کسان په ځانګړو موټرو کې ګرځي او پر تګ راتګ بندیز به عملي کوي.

دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې د عامې روغتیا وزارت کابل کې د کورونا وېروس د خپرېدو په اړه اندېښنه وښوده.

یاد وزارت وایي، په کابل کې د اخته کسانو په ډله کې چې شمېر یې ۷۳ تنو ته رسېږي، یوازې یو تن بهر تللی او پاتې نور کسان دننه په هېواد کې وو او بیا هم پر دې ویروس اخته شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو د سې شنبې په ورځ ( د اپرېل ۷) وویل، تېرو ۲۴ ګړیو کې یې په دغه هېواد کې د کورونا وېروس تر ټولو ډېرې یانې ۵۶ نوې مثبتې پېښې یې ثبت کړې دي. دې سره په افغانستان کې د کووید-۱۹ وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۲۳ ته ورسید.

د عکس تشریح،

د عامې روغتیا وزارت کابل شار کې د کوورنا وېروس خپرېدو په اړه اندېښنه ښودلې

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې مثبتو پېښو له ډلې ۲۷ په هرات، ۱۲ په کابل، ۱۰ په کندهار، پنځه په بلخ او دوه په ننګرهار ولایت کې کې دي.

د عامې روغتیا مرستیال وزیر فدا محمد پیکان خبریالانو ته وویل، د ټولو ناروغانو له ډلې ۳۸۵ یې په ښه روغتیايي وضعیت کې دي.

ښاغلي پیکان وویل د ناروغانو له ډلې ۹۰ تنه په تېر کې نورو هېوادونو ته تللي دي او پاتې نور هیڅ کوم هېواد ته نه دي تللي او په افغانستان کې د دې وېروس د لېږد له امله پرې اخته شوي دي.

د نوموړي په وینا د کووید-۱۹ وېروس له امله تر اوسه ۱۴ تنه مړه شوي دي او شل تنه نور رغېدلي دي.

افغانستان کې د کورونا وېروس له امله د سې شنبې په ورځ دوه کسان ننګرهار او یو تخار کې مړ شوی دی. د تخار ولایت مړ شوی کس د ۶۰ کلونو په عمر ښودل شوی چې د زړه ناروغي یې هم لرله.

ننګرهار کې مړو شویو کسانو عمرونه ۵۸ او ۵۶ کلونه ښودل شوی دی.

د دې دریو مړیو سره افغانستان کې له کورونا د مړه شویو کسانو شمېر ۱۴ ته ورسېد.‌‌‌