پومپیو: افغانان باید خپلمنځي خبرو ته کېني؛ موږ ورته هر کار نه کوو
مایک پومپیو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې امریکا له طالبان سره خپلې هوکړې ته ژمنه ده
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر افغان سیاستوال او طالبانو غږ کړی چې خپلو منځو کې سره خبرو ته کېني او د خپل هېواد ۴۰ کلنه غمیزه پای ته ورسوي. ښاغلي پومپیو واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، ټولې ښکېلې غاړې پوهېږي چې امریکا د دوی لپاره هر څه نشي کولی.
ښاغلی پومپیو دا څرګندونې له هغه وروسته کوي چې طالبانو له افغان حکومت سره د بندیانو د خلاصون پر موضوع خبرې ودرولې او له کابله یې د خپل تخنیکي ټیم بېرته ور غوښتلو اعلان وکړ.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، دوی له پیله پوهېدل چې په دې پروسه کې که یو ګام پرمختګ کېږي نو ځینې شا ته تګ هم شونی دی.
مایک پومپیو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې امریکا له طالبان سره خپلې هوکړې ته ژمنه ده او د هغو شرطونو پر اساس چې دې هوکړه کې یاد شوي، افغانستان کې به د خپلو پوځیان شمېر کموي.
ښاغلی پومپیو وایي، له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله نه تمه کېږي چې یوه سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي او طالبانو سره خبرو ته لاره هواره کړي.
نوموړي وویل، هېڅ لوری باید د افغانستان په راتلونکي کې د امریکا د رول په اړه شک ونلري، او ټینګار یې وکړ چې امریکا له افغان امنیتي ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
ښاغلي پومپیو ډاډ څرګند کړ چې ټولې غاړې روغه جوړه غواړي، او تمه یې وښوده چې د افغانستان ۴۰ کلنه غمیزه به پای ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت طالبان لا هم د بندیانو د خلاصون پر موضوع کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.
افغان طالبانو اعلان کړی چې د بندیانو د خلاصون پر موضوع له افغان حکومت سره روانې خبرې ختموي او له کابله خپل تخنیکي ټیم بېرته ورغواړي.
د طالبانو یو تخنیکي پلاوي له څو ورځو راهیسې کابل کې له افغان حکومت سره د بندیانو د خلاصون پر موضوع خبرې کولې.
خو پرون سې شنبه طالبانو اعلان وکړ چې دا پلاوی بېرته ورغواړي، ځکه د دوی په وینا د بندیانو د خلاصون موضوع په لوی لاس ځنډل کېږي
خو افغان حکومت وایي، د بندیانو د خلاصون موضوع پېچلې ده او دې چاره کې باید بیړه ونشي.
داسې ښکاري چې اصل جنجال د هغو ۱۵ طالب بندیانو په اړه دی چې افغان حکومت یې په لویو بریدونو کې ښکېل بولي او خوشي کولو ته یې چمتو نه دی.
خو طالبان ټینګار کوي چې له امریکا سره د هوکړې پر اساس یې باید ټول پنځه زره بندیان خوشي شي