کورونا وېروس: کندهار کې ۲۸؛ ټول هېواد کې ۶۵ تازه پېښې

کندهار

د عکس سرچینه، kandhar media club

د عکس تشریح،

کندهار کې د کورونا ضد ځانګړې سپرې شیندل کېږي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د کورونا وېروس له امله په ټول افغانستان کې د مثتبو پېښو شمېر ۶۷۲ ته ورسېد.

د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار وویل په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کورونا وېروس ۶۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د نوموړي په خبره، تر اوسه د دې وېروس له امله ۲۱ تنه مړه شوي او ۳۸ ترې رغیدلي دي.

د روغتیا وزارت د نویو شمېرو له مخې نویو ۶۵ پېښو کې ډېری په کندهار کې دي چې شمېر یې ۲۸ دی.

کندهار کې دا ډېر شمېر پېښې په داسې مهال دی چې تېره اونۍ په دریو ورځو کې دغه ولایت ته له پاکستان زرګونو کسان واوښتل.

د پاکستان بلوچستان کې هم په سلګونو کسان په دې وېروس اخته دي.

د روغتیا وزارت د نن ورځې شمېرو له مخې، له کندهار وروسته کابل کې ۱۳، هلمند کې ۷ ، نیمروز کې ۶، تخار کې ۳ او په کندوز کې یو کس په کورونا اخته شوی دی.

له کورونا د لومړني افغان پولیس مړینه:

د عکس تشریح،

له څو ورځو راهیسې افغان امنیتي ځواکونو کابل کې ګرځبندیز سخت کړی دی.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت هم ومنله چې دغه هېواد کې اول ځل یو پولیس د کورنا وېروس له امله مړ شوی دی.

د کورنیو چاروو زارت ویاند طارق ارین په کورونا د دې پولیس د اخته کېدو له څرنګوالي او د نوموړي د مړ کېدو کره نېټه نه ده ویلې.

نوموړی زیاتوي چې دغه پولیس د کابل اوومه امنیتي حوزه کې دنده درلوده.

تېره ورځ روغتیا وزارت ومنله چې د دې ویروس له امله په پلازمېنه کابل کې د ډاکټر یوسف اریوبي په نوم یو بل افغان ډاکټر هم مړ شوی چې د کابل په (صحت طفل) روغتون کې دنده لرله.

له دې وړاندې د حنیف الله حنیف په نامه هم یو بل افغان ډاکټر پلازمینه کابل کې مړ شوی و.

هرات کې د دریو روغتیاپالو بېرته رغېدل:

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

له چمن سپین بولدک ته د را اوښتو په تمه لسګونه کسان ناست دي.

خو په هرات کې د عامې روغتیا رییس په سیمه کې د بي بي سي خبریال ته ویلي د حوزوي روغتون درې تنه ‌ډاکټران چې په کورونا اخته وو، بېرته رغېدلي او خپلې دندې یې پیل کړې دي.

له دې ناروغۍ تراوسه هرات کې ۱۳ کسان رغېدلی او ۶مړه شوي دي.

افغانستان کې اول ځل دا وېروس له ایران سره ګاونډي هرات ولایت کې ښکاره شو او تراوسه له بل هر ولایت هرات کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ډېر دی، چې ۲۸۰ ته رسېږي.

په دغه ولایت کې په کورونا لومړنۍ پېښه د فبرورۍ په ۲۲ ثبت شوه.