۷۱ نور طالب زندانیان هم خوشي شول؛ طالبان وایي، امریکا پر هوکړه پوره عمل نه دی کړی

طالب

د عکس سرچینه، ONSC/ KHADIM

د عکس تشریح،

افغان حکومت وایي په ۷ ولایتونو کې یې ۷۱ طالب بندیان خوشي کړي

افغان حکومت وایي، د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر اساس یې نن سې شنبه د افغانستان په ۷ ولایتونو کې ۷۱ تنه نور طالب زندانیان هم خوشي‌ کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دا کسان ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، فاریاب، روزګان او بغلان ولایتونو کې خوشي شوي دي.

ښاغلی فیصل وایي، دا کسان د دوی روغتیایي وضعیت او د بند پاتې مودې ته په کتو، او د سولې لپاره او کورونا وېروس ضد د افغان حکومت هڅو په لړ کې خوشي شوي دي.

بل لور ته طالبان وایی چې امریکایانو له دوی سره پر خپلې هوکړې پوره عمل نه دی کړی او په وینا یې د دې هوکړې له مخې تر اوسه باید افغان دولت پنځه زره طالب بندیان خوشې کړای وای.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، له امریکا سره د دې ډلې په هوکړه کې هېڅ داسې څه نشته چې له افغان دولت سره دې خپله جګړه ودروي یا یې کمه کړي.

نوموړي وویل، د جګړې پر درولو یا کمولو به په بین الافغاني خبرو کې بحث وشي.

له دې مخکې سې شنبه افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نېکولاس کې له بي بي سي سره مرکه کې پر طالبانو تور ولګاوه چې له امریکا سره پر شوې هوکړه عمل نه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

طالبان وایي چې امریکا له دوی سره پر شوې هوکړه عمل نه دی کړی

نوموړی وايي، د ناټو لومړیتوب د افغان سولې له بهیره ملاتړ دی او په وینا یې جګړه ګټونکی نه لري.

په دې ورستیو کې طالبانو پر افغان ځواکونو خپل بریدونه زیات کړې دي. دوه ورځې وړاند د افغانستان دفاع وزارت وویل، طالبان هره ورځ پر افغان ځواکونو شاوخوا لس بریدونه کوي.

افغان حکومت وايي، د طالب زندانیانو د خوشې کولو بهیر ګړندي کېدو او د افغانانو خپلمنځي خبرو شروع کېدو لپاره باید طالبان تاوتریخوالی کم کړي.

حکومت تر دې دمه په څو پړاوونو کې شاخوا ۴۳۰ تنه طالب زندانیان خوشي کړي دي.‌

طالبانو هم په کندهار او لغمان ولایتونو کې یو شمېر هغه زندانیان خوشي کړي چې دوی یې د افغان امنیتي ځواکونو غړي بولي.

خو افغان چارواکو ویلي چې د طالبانو له لوري‌ ډېری خوشي شوي کسان ولسي‌ وګړي د‌ي او ډېر کم امنیتي کسان پکې شامل دي.

د عکس سرچینه، LAGHMAN GOV OFFICE

د عکس تشریح،

په لغمان کې د طالبانو له خوا د بندیانو خوشي شوې ډله

‌د زندانیانو د خلاصون د افغان سولې بهیر کې یوه حساسه او جنجالي موضوع ده.‌

په دې برخه کې اختلاف او ټکني ګامونه د دې لامل شوي دي چې تر دې دمه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې نه دي پیل شوې.

طالبان ټینګار کوي چې له امریکا سره د شوې هوکړې له مخې باید د دوی ټول ۵۰۰۰ بندیان خوشي شي.

خو افغان حکومت وایي چې دا موضوع حساسه ده او وخت غواړي، او باید دې چاره کې بیړه ونشي.

افغان حکومت همدا راز د یو شمېر هغو طالب بندیانو خوشي کولو ته چمتو نه دی چې، د حکومت په وینا، په لویو بریدونو کې ښکېل پاتې شوې دي.‌

بله خوا امریکایي چارواکي بیا بیا ټینګار کوي چې د بندیانو د خلاصون بهیر دې ګړنی شي، چې ورسره بین الافغاني خبرو ته لاره هواره شي.‌