کورونا وېروس؛ افغانستان کې تازه ۱۳۳ مثبت پېښې ثبت شوې

ازموینه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د کورونا وېروس له امله په افغانستان کې په ۲۴ ساعتونو کې د (کوویډ-۱۹) ۴۲۳ مشکوکې پېښې معاینه شوې، چې له ډلې ۱۳۳ یې مثبتې وې او په دې سره په ټول افغانستان کې ددې پېښو شمېره ۱۴۶۳ ته لوړه شوه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې له کورونا وېروس سره د مبارې او د روژې په خاطر یو بل ته غاړه کېږدي او اوربند وکړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار د شنبې په ورځ (د اپرېل ۲۵/غویی ۶) په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویل، چې د کورونا وېروس ټوله نړۍ په لړزه راوستی.

نوموړي له ټولو افغانانو وغوښتل چې د کورونا وېروس مبارزې ته سره یو موټی شي:

"له ټولو سیاسي، پوځي مشرانو او طالبانو غواړم چې د کورونا وېروس سره د مبارزې په پار دې چې نړۍ یې وېرولې، خپل لاسونه سره ورکړي او په دې خلکو دې زړه وسوځوي او له دې وېروس سره دې یوځای مبارزه وکړي."

ښاغلي مایار وویل، د افغانستان جغرافیې ته په پام سره، دغه هېواد اوربند ته زیاته اړتیا لري چې د ده په ټکو، هغه چوپړونه چې له دې وېروس سره د مبارزې په پار وړاندې کېږي د جګړو له امله ټکنې کېږي چې په دې حساسو شرایطو کې اوربند ډېر اړین دی.

همداراز د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دې ته په اشاره، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه د افغانستان لپاره یو تاریخي فرصت برابروي، ویلي امریکا او متحدین یې، په حقیقت کې نړیواله ټولنه، پر افغان مشرانو غږ کوي چې خپل هېواد او خلکو ته لومړیتوب ورکړي.

ښاغلي خلیلزاد په ځینو ټوېټونو کې د ناټو د هغې خبرپاڼې هرکلی کړی چې له طالبانو یې د تاوتریخوالي او د افغان سیاسي مشرانو ترمنځ د کړکېچ پای ته رسېدل غوښتي.

په ورته وخت کې دا وزارت وايي، د کورونا وېروس له امله په ۲۴ ساعتونو کې د (کوویډ-۱۹) ۴۲۳ مشکوکې پېښې معاینه شوې، چې له ډلې ۱۳۳ یې مثبتې وې او په دې سره په ټول افغانستان کې ددې پېښو شمېره ۱۴۶۳ ته لوړه شوه.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

د تازه پېښو ډېری (۲۵) یې په هرات کې وې

د دې ۱۳۳ له ډلې په هرات کې ۲۵، بلخ کې ۲۱، کندهار ۲۰، کابل او پکتیا ۱۶-۱۶، نیمروز ۷، سمنګان ۶، زابل، کاپیسا، لوګر او تخار کې درې- درې پېښې، غور، بامیان او ارزګان کې دوه-دوه مثبتې پېښې، په بغلان، وردګ، هلمند او پروان کې یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.

د روغتیا وزارت ویاند وايي، له دې ډلې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ تنه روغ شوي چې ۱۵ یې یوازې د کابل دي او په دې سره په ټول هېواد کې د کوویډ-۱۹ څخه د رغېدلو شمېره ۱۸۸ ته لوړه شوه.

ده وویل، چې دې وېروس ۴۷ تنه مړه کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل، چې د تشخیصیه کېټونو د کمښت ستونزه حل شوې او زیاته یې کړه چې تر راتلونکو دوه ورځو پورې به ۱۰ زره کېټونه ترلاسه شي او دغه راز د ۵۰ زره نورو کېټونو د لېږد بهیر هم روان دی.

هغه یو ځل بیا له خلکو څخه وغوښتل، چې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ د پېښو زیاتېدو مخنیوي لپاره، اړین احتیاط په پام کې ولري او په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت پر روغتیایي سپارستنو او پیغامونو جدي عمل وکړي.

اخوا د جان هاپکنز پوهنتون تازه معلوماتو له مخې د امریکا متحدو ایالتونو ایالتونو کې د کورونا وېروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له ۵۰ زرو اوښتی دی.

دا تر اوسه د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله د بل هر هېواد پر تله د مړینې لوړه شمېره ده. تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه هېواد کې د همدې ناروغۍ تر کبله له ۳۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

په امریکا کې تر اوسه ۸۷۰۰۰۰ کسانو کې دغه وېروس تایید شوی، خو تر اوسه د کوویډ - ۱۹ له کبله ناروغو کسانو د مړینې تناسب د اروپا پرتله کم بلل کېږي. په اروپا کې د مړینې شمېر تر سلو زرو کسانو اوښتی دی.

بل لور ته په ټوله نړۍ کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو ټولټال تایید شوی شمېر ۲۷ لکه کسانو ته رسېدلی دی او نژدې ۱۹۰ زره کسان له دې کبله مړه شوي دي.

همدا راز په اروپا کې پر انسان د کورونا وېروس مخنوي د واکسین لومړنی ازمېښت پیل شو. دا د کورونا وبا د مخنیوي لپاره، د ساینس په ډګر کې خورا مهم ګام بلل کېږي. د رضاکارانو لومړۍ ډلې- اته سوه کسانو ته چې عمرونه یې د ۱۸ او ۵۵ کلونو ترمنځ وو، دا ممکنه واکسین ورپیچکاري شول.