کورونا وېروس: افغان هوايي شرکتونو ته '۲۰ میلیونه ډالره زیان اوښتی'

  • علي ارش
  • بي بي سي
اریانا د وېروس له خپرېدو مخکې د چین ارومچي، د روسیې مسکو او د سعودي جدې ښارونو ته اونیزې الوتنې درلودې او دبۍ، انقره، استانبول او ډیلي ته یې ورځنۍ الوتنې کولې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

اریانا د وېروس له خپرېدو مخکې د چین ارومچي، د روسیې مسکو او د سعودي جدې ښارونو ته اونیزې الوتنې درلودې او دبۍ، انقره، استانبول او ډیلي ته یې ورځنۍ الوتنې کولې.

له تېرې یوې میاشتې راهیسې د الوتنو په ټپه درېدو له کبله د افغانستان په ګډون د نړۍ د یو شمېر هېوادونو هوايي شرکتونو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي، چې د افغانستان دوو هوايي شرکتونو ته دې لړ کې نژدې ۲۰ میلیونه ډالره او د ملکي هوايي چلند ادارې ته نژدې اووه میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.

د افغان هوايي شرکتونو نژدې ۱۷۰۰ کارکونکي د حقونو له ورکړې پرته پر رخصتیو ته استول شوي او د افغانستان یو شمېر هوايي ډګرونو کې الوتکې ځای پر ځای ولاړې دي.

د ملکي هواي چلند ادارې مسوولینو په وینا د کورونا وېروس له پیله مخکې ۱۱ نړیوالو هوايي شرکتونو افغانستان ته الوتنې کولې او دوو افغان هوايي شرکتونو په نړۍ کې ۲۵ نقاطو یا ځایونو ته الوتنې کولې، چې اوس دا هر څه په ټپه ولاړ دي.

د افغانستان دولتي اریانا افغان هوايي شرکت او دغه راز د کام ایر هوايي شرکت ډېری الوتکې د هوايي ډګرونو پر غولي ولاړې دي.

د اریانا هوايي شرکت مشر عالم شاه ابراهیمي بي بي سي ته وویل، د کورونا وېروس وضعیت له کبله اریانا افغان هوايي شرکت نژدې ۶۰ سلنه عاید له لاسه ورکړی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د کابل حامد کرزی نړیوال هوايي ډګر

په داسې حال کې چې د افغانستان ملکي چلند اداره وايي، د کورونا وېروس له خپرېدو وروسته یې نژدې ۷ میلیونه ډالره زیان لیدلی، د دغه شرکت مشر وايي، د اریانا زیان له یاد شمېره ډېر دی.

نوموړی وايي اریانا اوسمهال خپلې ټولنې بهرنۍ او کورنۍ الوتنې درولې او یوازې بېړنیزې الوتنې لرې چې هغه هم خپل هېواد ته په نورو هېوادونو کې د ایسار پاتې افغانانو لېږدولو لپاره کوي.

اریانا د وېروس له خپرېدو مخکې د چین ارومچي، د روسیې مسکو او د سعودي جدې ښارونو ته اونیزې الوتنې درلودې او دبۍ، انقره، استانبول او ډیلي ته یې ورځنۍ الوتنې کولې.

دغه راز اریانا په هېواد کې دننه، کندهار، هرات او مزار شریف ته هم هره ورځ الوتنې درلودې، چې اوس یې بهرنۍ الوتنې په ټپه ولاړې دي او په هېواد کې دننه یې الوتنې خورا کمې کړې دي.

د اریانا لپاره د کورونا وېروس له کبله رامنځته شوی حالت ځکه هم د اندېښنې وړ دی چې له اوسني وضعیته مخکې یې هم د عاید او لګښت تر منځ توپیر موجود و.

د ۱۳۹۸ مالي کال په پیل کې د دغه شرکت د بودیجې کسر نژدې ۲.۴ میلیونه ډالره و، چې د کال په پای کې نژدې ۴۰۰ زره ډالرو ته ورسېد. د اریانا مشر وايي، د اوسني وضعیت دوام کولای شي یو ځل بیا د شرکت بودیجې کسر زیات کړي.

خو د شرکت مسوولینو د لګښتونو کمولو او د کارکوونکو معاشونو کمولو په څېر یو شمېر اقدامات هم کړي دي. د شرکت مشر وايي، د شرکت هغو کارکونکو ته چې د کار لپاره دفترونو ته ځي ۷۰ سلنه او د هغو چې په کورونو کې کار کوي ۳۰ سلنه معاش ورکول کېږي.

د عکس سرچینه، KAMAIR

د عکس تشریح،

کام ایر په افغانستان کې یوازینی فعال شخصي هوايي شرکت دی

اریانا شرکت دا مهال ۶۷۵ کارکوونکي لري او د معاشونو کسر پر پرېکړه یې یو شمېر کارکونکو نیوکې هم کړې. د شرکت یوه پیلوټ چې نه غواړي نوم یې یاد شي، بي بي سي ته وویل د اریانا افغان یوه پیلوټ ته دا مهال ۴۵۰۰۰ ډالره حقوق ورکول کېږي، خو په اوسني حالت کې د ۳۰ سلنې له کموالي وروسته دی او ځینې نور کارکوونکي د شرکت له پرېکړې خوښ نه دي.

خو د شرکت مشر عالم شاه ابراهیمي وايي، د لګښتونو کمولو لپاره نه شي کولای د تېر په څېر کارکونکو ته بشپړ معاش ورکړي. بل لور ته د کام ایر خصوصي هوايي شرکت د سوداګریزې برخې مسوول سلیمان عمر وايي د الوتنو کمېدو له کبله شرکت ته له ۱۳ میلیونه ډېر زیان اوښتی دی.

د نوموړي په خبره د دې زیان لاملونه د الوتنو کمېدل، د جایدادونو کرایې، مالیات او ځینې نور لګښتونه دي. ښاغلی عمر وايي، کام ایر د کورونا وېروس له خپرېدو مخکې په اونۍ کې ۱۱۹ الوتنې کولې، چې ۸۰ یې په هېواد کې دننه او ۳۵ یې بهر ته وې او تر ۲ زره پورې مساپر یې لېږدول، خو اوس تر ۹۰ سلنې پورې دغه الوتنې په ټپه ولاړې دي.

د عکس سرچینه، FACEBOOK/WAFAYZAEDH

د عکس تشریح،

د افغانستان له فضايي حدوده د الوتنو تګ راتګ کمېدو له کبله دغې ادارې ته تر اوسه ۷ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.

د کام ایر سوداګریزې برخې مسوول وايي، کام ایر ۱۰۳۰ کارکوونکي لري چې ۵۰ یې بهرنیان دي. د نوموړي په وینا اوس د شرکت ۷۰ سلنه کارکونکي له معاش پرته رخصت لېږل شوي او د ناڅرګند حالت له کبله د دې کارکونکو له بېرته ستنېدو وروسته کوم پلان نه لري.

بل لور ته د افغانستان ملکي هوايي چلند ادارې مشر محمد قاسم وفايي زاده بي بي سي ته وویل، د کورنیو او بهرنیو هوايي شرکتونو الوتنو په ټپه درېدو او دغه راز د افغانستان له فضايي حدوده د الوتنو تګ راتګ کمېدو له کبله دغې ادارې ته تر اوسه ۷ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.

د هوايي چلند نړیوالې ټولنې (ایاټا) له دې مخکې ویلي چې د کورونا وېروس له کبله ښايي د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د هوايي چلند شرکتونه ښايي له میلیاردونو ډالرو زیان سره مخامخ شي.