کورونا وېروس: هرات کې د تراویح لمونځ
د هرات د جامع جومات د چارو سمبالوونکي وايي، لمونځ کوونکي په جومات کې د لمانځه پرمهال د وقایې پخاطر له یو او بل نه په واټن کې درېږي.
ویل کېږي د هرات ښار د جامع جومات انګړ د لمانځه تر پیلېدا مخکې په عفوني ضد موادو پاکېږي.
د لمونځ کوونکو شمېر ډېر دی او د روغتیايي توکو کنټرول اسانه نه ښکاري.
دا چې هرات د ایران په ګاونډکې دی، د کورونا وېروس خطر پکې د نورو سیمو پرتله ډېر دی.
د هرات د روغتیا ادارې مخکې د کورونا وېروس د مخنیوي پخاطر پر هر ډول ګڼې ګوڼې بندیز لګولی و.
ګڼ لمونځ کوونکي له مخماسک پرته د تراویح لمانځه ته ورځي.
خو ځینو لمونځ کوونکو بیا ماسکونه اچولي دي.
په اټکلي ډول، هره شپه کابو پنځه زره کسان د هرات جامع جومات د تراویح لمانځه کې ګډون کوي.
ځینې وخت د لمونځ کوونکو ترمنځ معیاري واټن هم نه مراعاتېږي.
په هرات ښار کې سلګونه کسان په کورونا وېروس اخته شوي او د خلکو ګڼه ګوڼه ښايي دا شمېر لا ډېر کړي.
عکسونه د فرهاد تمنا دي..