د ملي امنیت شورا: طالبانو د امنیتي ځواکونو ۳۹ کسان له بنده خوشي کړل

طالبان

د عکس سرچینه، AFP

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي تېره ورځ وسله والو طالبانو په کندوز کې ۴۶ زندانیان خوشي کړل.

ددې شورا ویاند جاوېد فیصل نن د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې ددې زندانیانو له ډلې ۳۹ تنه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي دي چې دده په ټکو دا کسان د ورکړل شوي لېست سره مطابقت درلود او ۷ تنه نور یې ملکیان دي:

"موږ له طالبانو هیله لرو چې د سولې د بهیر لا پیاوړتیا لپاره ورته اقدامات هم وکړي چې د باور فضا ښه شي، دا چې ملکیان هم ددوی له زندانه خوشي شوي ددې اقدام هرکلی کوو. هیله ده په راتلونکې کې هم دوام ومومي."

ښاغلي فیصل له طالبانو هیله وکړه چې د افغانانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي او دده په ټکو طالبانو نه په لویو او نه هم په کلي او بانډو کې بریدونه وکړي.

هاخوا نن سهار د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا پر طالبانو او افغان حکومت د بندیانو خوشي کولو او د اورکم د هڅو ګړندي کولو غږ کړی او دا یې د بین الافغاني خبرو لپاره 'ګړندۍ لار' بللې ده.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

زلمي خلیلزاد وايي، د افغانانو خپلمنځي جګړه کې تر ډېره ولسي وګړو ته زیان اوړي، چې اوس د کورونا پرضد جګړې ته د یو موټی کېدو وخت رارسېدلی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا پر طالبانو او افغان حکومت د بندیانو خوشي کولو او د اورکم د هڅو ګړندي کولو غږ کړی او دا یې د بین الافغاني خبرو لپاره 'ګړندۍ لار' بللې ده.

ښاغلي خلیلزاد په ځینو ټوېټونو کې ویلي، "طالبان او حکومت دواړه بايد د بندیانو خوشي کولو او د اورکم لپاره هڅې ګړندۍ کړي، چې دا د بين الافغاني مذاکراتو او هراړخيز او تلپاتې اوربند لپاره تر ټولو ګړندۍ لار ده."

د افغانستان د ملي امنیت شورا په وینا، تر دې دمه ۵۵۰ طالب بندیان له زندانونو خوشي شوي او ټاکل شوې چې ۹۵۰ تنه نور یې هم خوشي شي.

ولسمشر غني څو ورځې وړاندې د غويي یا ثور اتمې په مناسبت او د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه په یوه جلا فرمان کې د څه باندې دوولس زره بندیانو د خوشي کولو امر کړی و.

دا فرمان د طالب بندیانو د خوشي کېدو له فرمانونو جلا دی.

د افغان زندانونو اړوندو مسؤلینو په وینا، د افغانستان په زندانونو کې په ټوله کې ۳۶ زره بندیان موجود وو چې تر اوسه یې شپږ زره خوشي شوي دي.

زلمي خلیلزاد وايي، د افغانانو خپلمنځي جګړه کې تر ډېره ولسي وګړو ته زیان اوړي، چې اوس د کورونا پرضد جګړې ته د یو موټی کېدو وخت رارسېدلی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا دغه استازي په یوه بل ټوېټ کې ویلي، روان تاوتریخوالي د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو خشن غبرګون پارولی، چې په وینا یې د تشدید پړاو باید ختم شي.

د عکس سرچینه، ONSC AFGHANISTAN

د عکس تشریح،

طالبان وایي چې بندیان له پروسې سره سم نه دي خوشي شوي

نوموړی وايي د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او طالبانو په تلفاتو کې د پام وړ لږ والی راغی، "خو د طالبانو د بریدونو په شمېر او مهلکیت کې وروستی زیاتوالی دغې لاسته راوړنې ګواښي."

ښاغلی خلیلزاد وايي، د روان ۲۰۲۰ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ملکي مرګ ژوبله د تېر کال د همدې مودې پرتله ۲۹ سلنه راټیټه شوې وه.