ماشوم ملاتړې اداره: له ۷ میلیونو ډېر افغان ماشومان د خوړو سملاسي خوندیتوب ته اړتیا لري

ماشوم ملاتړې اداره: له ۷ میلیونو ډېر افغان ماشومان د خوړو سملاسي خوندیتوب ته اړتیا لري

د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې اداري خبرداری ورکړی چې افغانستان کې څه باندې اووه میلونه ماشومان له لوږې سره مخامخ دي. کورونا ویروس دا حالت نور هم جدي کړی او له امله یې افغانستان کې لسګونه زره نور کسان هم بې کاره شوي. بل لورته په افغانستان کې تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرورنا وایرس ۱۶۴ نورې مثبتې پیښې ثبت شوې دي او تازه څلور کسان مړه شوې هم دي. له دې سره د ټولو پيښو شمیر ۲۳۳۵ ته اوس لوړ شوی.