د کوویډ-۱۹ وبا پرمهال د نوزیږو ماشومانو په اړه د یونیسف اندېښنه

ماشوم او مور

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

که تاسو په ښي یا چپ اړخ ویده کېږئ، ماشوم مو له کوم خطر سره نه وي مخامخ.

د ماشومانو د ساتنې لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یا یونیسف وايي پر روغتیايي سیستمونو له حده ډېر فشار او د کوویډ ۱۹ وبا له امله رامنځ ته شویو ګډوډیو د میلیونونه میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، چې یو میلیون یې په افغانستان کې دي.

دغه اداره اټکل کوي چې په ټوله نړۍ کې به ۱۱۶ میلیونه ماشومان د کوویډ ۱۹ وبا تر سیوري لاندې نړۍ ته راشي، چې ۲۹ میلیونه به یې په سوېلي اسیا او بیا یو میلیون یې په افغانستان کې وي.

یونیسف لارښونه کړې چې هېوادونه باید د ماشومانو له زېږېدو مخکې، د زېږېدو پر مهال او له زېدو وروسته هغوی او میندو ته یې روغتیايي خدمتونه برابر کړي.

یاده اداره وايي، که څه هم د کورونا وېروس پرمهال محدودیتونه او قرنطین مهم دي، خو ورسته د ژوند مهم خدمتونه په ټپه درېدلی شي چې د میلیونونو مینداورو ښځو او ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخامخوي.

یونیسف هېوادونو ته سپارښتنه کوي، چې د محدودیتونو پرمهال دې باید له "زیږېدنې مخکې، د زیږون پرمهال او تر زیږون وروسته خدمتونو ته د هغوی لاسرسی تامین کړي. نوي زېږېدلي ناروغان بيړنيو خدمتونو ته اړتيا لري، ځکه چې د هغوی د مړينې ګواښ ډېر دی. نوې کورنۍ د ميندو د روغتيا او سلامتيا د تامين، د شيدو ورکولو ملاتړ، د درملو، واکسينونو او د خپلو ماشومانو د سالمو ساتلو لپاره د تغذيې موندلو لپاره مراقبت ته اړتيا لري."

دغه نړیواله اداره دا وړاندیز هم کوي چې ژر تر ژره د روغتیايي کارمنو پر روزنه او تجهز پانګونه وشي چې په دې سره د میندو او نوزیږدو ماشومانو پالنه او څارنه لا زیاته شي.

د عکس سرچینه، @af.moph

د عکس تشریح،

د عامې روغتیا وزارت وايي، که خلک کرنتین په بشپړه ډول مراعات کړي او روغتیايي لارښوونې جدي عملي کړي، کېدای شي د نورې نړۍ په شان په افغانستان کې هومره شمېر خلک په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته نه شي.

افغانستان کې کورونا وېروس

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د ټول هېواد په لابراتوارونو کې د کورونا وېروس ۶۱۲ مشکوکې معاینې کړې چې ۱۷۱ مثبتې وې. په دې سره په هېواد کې د ټول ټال کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۵۶۳ ته رسېدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح نن (پنجشنبه، مې ۷/غويی ۱۸)وویل، دا مثبتې پېښې د ولایتونو په کچه په لاندې ډول دي:

  • کابل ۳۴
  • هرات ۴۵
  • کندهار ۱۶
  • پکتیا ۱۸
  • غزني ۱۰
  • بادغیس ۱۵
  • لوګر ۲
  • بامیان ۱۳
  • میدان وردګ ۹
  • زابل ۲
  • بدخشان ۳
  • خوست ۱

ښاغلي مجروح وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ-۱۹ له امله دوه تنه مړه شوي چې په دې سره په ټول هېواد کې د مړو شویو شمېره ۱۰۶ ته لوړه شوه او همداراز له دې ناروغۍ څخه په دې موده کې ۸ تنه روغ شوي هم دي.

بل خوا، د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، له دې وزارت سره د سوداګرۍ خونې په ملتیا ځینو سوداګرو او په چین کې د افغان محصلینو له لوري د یو میلیون ډالرو په ارزښت د تجهیزاتو مرسته شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکتر شفیق شهیم وايي، په دې مرسته کې د اکسیجن الې، ماسکونه، پي پي اې کېټونه او د تبې مالومولو الې شاملې دي.

تېره ورځ هم دغه وزارت وویل، د قطر الغرافه خیریه بنسټ ورسره په روغتیايي چارو کې مرسته کړې چې په فراه ولایت کې به پر یوه مجهز روغتون جوړولو او د کابل افغان – جاپان روغتون کې -چې د کورونا اړوندو ناروغانو ته ځانګړی شوی – پر روغتیايي چارو ولګول شي.