د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز په کورونا وېروس اخته شوی

فېروز

د عکس سرچینه، MOPH

د عکس تشریح،

د عامې روغتیا وزارت وایي چې د ښاغلي فېروز روغتیاي وضعیت ښه دی او کور کې قرنطین دی

د افغانستا د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز په کورونا وېروس اخته شوی دی. د یاد وزارت ویاند وحید مایار بي بي سي ته وویل، ښاغلي فېروز له تېرو څو ورځو راهیسې علایم درلودل، او پنجشنبه یې د ټېسټ پایله مثبته راووتله.

ښاغلي مایار همدا راز زیاته کړه چې د عامې روغتیا وزیر دا مهال په خپل کور کې قرنطین دی، خو روغتیایي وضعیت یې ښه دی.

د عامې روغتیا وزارت یوې بلې باوري سرچینې بي بي سي ته ویلي، ښاغلي فېروز له کرونا وېروس سره د مبارزې په لړ کې بېلابېلو روغتیايي مرکزونو ته تګ راتګ درلود او ښايي د همدې فعالیتونو پر مهال په دغه وېروس اخته شوی وي.

دا په افغانستان کې لومړی ځل دی چې د کابینې یو غړی او د حکومت جګپوړی چارواکی په کورونا وېروس اخته کېږي.

له دې وړاندې تېره اپرېل میاشت کې د افغان حکومتي سرچینو بي بي سي ته ویلي وو چې د ولسمشرۍ ماڼۍ شلو کارکوونکو د کورونا ويروس معاینه مثبت راختلې وه.

دې سرچینو هغه مهال ویلي وو چې ولسمشر محمد اشرف غني او مرستیالان یې ښه دي، او په ارګ کې د کورونا ويروس د مخنیوي ټول تدابیر نیول شوي دي.

همدا راز د کابل ښاروالۍ مرستیاله حنیفه ګېروواله هم څه موده وړاندې په کورونا وېروس اخته شوې وه، چې وروسته ترې ښه شوه.

افغانستان کې کورونا وېروس:

د عکس سرچینه، @af.moph

د عکس تشریح،

د عامې روغتیا وزارت وايي، که خلک کرنتین په بشپړه ډول مراعات کړي او روغتیايي لارښوونې جدي عملي کړي، کېدای شي د نورې نړۍ په شان په افغانستان کې هومره شمېر خلک په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته نه شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د ټول هېواد په لابراتوارونو کې د کورونا وېروس ۶۱۲ مشکوکې معاینې کړې چې ۱۷۱ مثبتې وې. په دې سره په هېواد کې د ټول ټال کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۵۶۳ ته رسېدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح نن (پنجشنبه، مې ۷/غويی ۱۸)وویل، دا مثبتې پېښې د ولایتونو په کچه په لاندې ډول دي:

  • کابل ۳۴
  • هرات ۴۵
  • کندهار ۱۶
  • پکتیا ۱۸
  • غزني ۱۰
  • بادغیس ۱۵
  • لوګر ۲
  • بامیان ۱۳
  • میدان وردګ ۹
  • زابل ۲
  • بدخشان ۳
  • خوست ۱

ښاغلي مجروح وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ-۱۹ له امله دوه تنه مړه شوي چې په دې سره په ټول هېواد کې د مړو شویو شمېره ۱۰۶ ته لوړه شوه او همداراز له دې ناروغۍ څخه په دې موده کې ۸ تنه روغ شوي هم دي.