کورونا وېروس: د افغانستان یو شمېر ښارونو کې محدودیتونه نرم شول

جلال اباد

د عکس سرچینه، NANGARHAR MEDIA OFFICE

د عکس تشریح،

جلال اباد کې بندیزونه نن یکشنبه نرم شول، خو هوټلونه او تعلیمي ادارې لا هم بندې دي

د افغانستان په مزار شریف، سرپل، جلال اباد، مهترلام او کندوز ښارونو کې د کورونا وېروس له کبله لګول شوي محدودیتونه نرم شول. د دغو ښارونو چارواکي وايي د خلکو او کسبه کارانو په غوښتنه یې سوداګریز مرکزونه د روغتیایي پاملرنې په مراعت کولو سره له قرنطین څخه ښکلي.

خو په دې ټولو ښارونو کې به هوټلونه، حمامونه، پارکونه او د تفریح ځایونه او ښوونیز مرکزونه به د پخوا په څیر تړلي پاتي وي.

چارواکي یې وايي له څه وخت تېرېدو وروسته به پرېکړه وکړي چې د قرنطین پرانیستو موده پای ته ورسوي او که یو ځل بیا محدودیتونه وټاکي.

په ختیځو ښارونو جلال آباد او مهترلام او شمالي ښار مزار شریف کې د کورونا وېروس له امله لګول شوي محدودیتونه نرم کړل شول، خو رستورانونه او هوټلونو او تعلیمي ادارې به لا هم تړلي وي او خلک هم باید ښار کې د ګرځېدو پر مهال واټن مراعات کړي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، دا پرېکړه يې د خلکو د غوښتنې له مخې او د ناچارو خلکو د کاروبارونو د پرانېستل کېدو په موخه کړې ده. خو هغه ټینګار وکړ چې خلک باید یو له بل سره واټن مراعات کړي او ماسک وکاروي.

د عکس سرچینه، NANGARHAR MEDIA OFFICE

د عکس تشریح،

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل پر خلکو غږ کړی چې روغتیایي سپارښتنو ته باید پام وکړي

ښاغلي میاخیل یکشنبه خبریالانو ته وویل، په ننګرهار کې لا هم د ده په وینا نیمه قرنطین دوام لري، ځکه ښوونځي او د زده کړې نور مرکزونه ، پارکونه او رستورانونه لا هم بند دي او په ځینو سیمو کې د موټرو تګ راتګ ته هم اجازه نشته.

دی وايي وضعیت ته په کتو به پر دې پریکړه له سره غور کیږي، خو د اوس لپاره دوکانونه بېرته پرانیستل کېږي.

هاخوا لغمان کې چارواکي وايي د اصنافو او خلکو د غوښتنو او اړتیاو ته په کتو یې د اصنافو له لوري د روغتیایي سپارښتنو د عملي کېدو د تضمین په شرط مهترلام ښار هټۍ پرانستلې.

که څه هم دې ښار کې قرنطين او محدوديتونه ډېر جدي نه وو، خو د لغمان والي اصف ننګ ويلي، سوداګرو او اصنافو د استازو د څو ځلي غوښتنو او بې وزلۍ ته په کتو یې دا پرېکړه کړې.

ښاغلي ننګ وويل، خياطان، رخت پلورونکي، موبایل پلوروونکي او د ساختماني موادو صنفونه دې د شپې له خوا خپلې هټۍ خلاصې کړي او پاتې بازار دې د ورځې له خوا پرانيستی وي.

نوموړي له ټولو هټیوالو وغوښتل، چې د عامې ورغتيا وزارت ټولې صحي لارښوونې او سپارښتنې دې په جدي ډول عملي کړي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلن کیږي.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د عکس تشریح،

د لغمان والي اصف ننګ هم د بندیزونو نرمولو خبره کړې

همدا راز په شمالي بلخ ولایت کې هم د کورونا وېروس سره د مبارزې دولتي کومېټې اعلان کړی چې محدودیتونو کې د نرمښت له مخې به یو شمېر هټۍ او کاروبارونه بېرته پرانیستل کېږي.

یادې کومېټې په مزار شریف ښار کې د خوراکي او الیکترونیکي توکو دوکانونو، خیاطیو، درملتونونو، صرافیو، د ساختماني چارو دوکانونو، قصابیو او یو شمېر نورو کارونو ته د بیا پیل اجازه ورکړې.

خو د جلال اباد او مهترلام په څېر مزار شریف کې به هم هوټلونه، رستورانونه، تعلیمي ادارې او پارکونه تړلي وي.

ځایي چارواکو د محدودیتونو نرمولو بدل کې کاروبارونو ته شرطونه هم ټاکلي او غواړي چې هټۍ وال او عام خلک روغتیایي سپارښتنو ته جدي پام وکړي.

د ننګرهار زندان کې د کورونا مثبتې پېښې:

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې داسې مهال د بندیزونو د لېرې کولو پرېکړه کیږي چې دغه ولایت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس اته مثبتې پېشې ثبت شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

مزار شریف کې هم محدودیتونو کې نرمي اعلان شوي

له دې ډلې شپږ یې په زندان کې دي. چارواکي وايي د اوو زندانیان معاینه شوې وه او شپږ یې مثبتې دي.

د دوی په وینا دې زندان کې ۱۲ نور زندانیان هم د کوویډ-۱۹ شکمن ناروغان دي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لغمان کې هم د کورونا وېروس ۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په دې سره په ننګرهار کې د کورونا وېروس ۱۶۲ او لغمان کې ۹۲ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

افغان روغتیایي چارواکي وایي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا وېروس ۹۹۵ شکمنې پېښې معاینه شوې چې له ډلې یې ۳۶۱ یې مثبتې وې او په دې سره په هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۴۴۰۲ ته رسېدلی.

د تازه ۳۶۱ مثبتو پېښو له ډلې ۱۱۷ په کابل کې، ۵۹ په هرات کې، ۲۶ په کندهار کې او ۳۱ په بلخ کې ثبت شوې دي.

همدا راز تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ تنه له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي، چې ورسره د مړو شمېر ۱۲۰ ته رسېدلی