ارګ: طالبان د اعلامیې په خپرولو له خپلو "جنایتونو" انکار نشي کولی

صدیقي

د عکس سرچینه، GMIC

د عکس تشریح،

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، افغانان د طالبانو اصله څېره پېژني

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي سې شنبه کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، طالبان نشي کولی چې د یوې اعلامیې په خبرولو سره د هغه تاوتریخوالي او "جنایتونو" مسولیت رد کړي چې له تېرو څو ورځو راهیس په افغانستان کې ترسره شوي دي.

ښاغلي صدیقي په کابل او ننګرهار کې له خونړیو بریدونو وروسته دا څرګندونې کړې دي. نوموړی وایي، افغان ولس هغه کورني او بهرني جنایتکاران ښه پېژني چې د طالب او داعش په جامه کې افغانان وژني.

ښاغلي صدیقي تور ولګاوه چې طالبانو په تېرو شلو کالو کې، او له هغه وړاندې هم له ګڼو ترهګرو ډلو سره نږې اړیکې درلودې او افغانستان کې روان تاوتریخوالي ته یې زمینه برابره کړې.

د افغان ولسمشر ویاند زیاته کړه، د امریکا او طالبانو خپلمنځي هوکړې پر وخت ډاډ ورکړل شوی و چې سوله به هر اړخیزه وي، خو طالبانو پر جنګ ټینګار کړی او له هغې هوکړې راهیسې یې د افغان ولس او امنیتي ځواکونو پر ضد خپل بریدونه ډېر کړي دي.

بل لور ته د افغانستان ملي امنیت ریاست هم نن په یوه لنډه خبرپانه کې ویلي چې طالبانو په تېرو دوه نیمو میاشتو کې، یعنی له امریکا سره له هوکړې وروسته ۳۷۱۲ بریدونه کړي چې پکې ۴۶۹ ولسي وګړي وژل شوي او ۹۴۸ نور ټپیان شوي دي.

د ولسمشر غني امر ته د طالبانو غبرګون:

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

داعش د ننګرهار برید مسوولیت منلی دی، چې پکې تر ۲۴ کسان وژل شوي او ۶۸ ټپیان دي

وسلوال طالبان د دوی پر ضد د پوځي عملیاتو بېرته پیلولو په تړاو د افغان ولسمشر د امر په ځواب کې وايي، اشرف غني د جګړې له لارې د خپلې واکمنۍ غځول غواړي.

ولسمشر غني د سې شنبې په ورځ( د مۍ ۱۲) په کابل، ننګرهار او لغمان کې له خونړیو بریدونو وروسته په یوه ویډيویي وینا کې وسلوالو ځواکونو ته امر وکړ چې له دفاعي حالت ووځي او د "دوښمن" پر ضد خپل پوځي عملیات بیا پیل کړي.

نوموړي کابل کې پر روغتون او ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو د سې شنبې ورځې بریدونو او د تاوتریخوالي نورو پېښو ته په اشاره وویل، طالبانو او داعش ډلې په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون بېګناه افغانان او امنیتي کسان وژلي.

خو د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي دا ډله دواړه بریدونه په کلکه غندي چې عام خلک پکې په نښه شوي دي.

نوموړی پر افغان ولسمشر پړه اچوي چې د جګړې له لارې خپله واکمنی غځول غواړي:

"اوس د اسلامي امارت په وړاندې د تعرضي جګړې اعلان ښکاره کوي چې اشرف غني غواړي نور هم خپله واکمني د جګړې په سیوري کې وغځوي".

طالبان د ولسمشر غني دا خبره هم ردوي، چې دې ډلې د سولې او اوربند په تړاو د افغان حکومت او خلکو د غوښتنو برعکس بریدونه او تاوتریخوالی ډېر کړی دی:

"له کله نه چې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ توافقنامه لاسلیک شوې او د ملي او بین المللي جهتونو لخوا تایید شوې، له لومړۍ ورځې د اشرف غني د ادارې لخوا د سولې د پروسې په وړاندې د خنډونو ایجادول پيل شوي دي".

افغانستان کې وروستیو بریدونو ته د امریکا غبرګون

بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې خپرولو سره کابل او ننګرهار کې وروستي بریدونه غندي او د کابل برید په یادولو سره وايي:

"وسلوالو کابل کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون سره په برید کې د نوزېږو په ګډون ۱۳ ماشومان، نوې میندې او روغتیاپال ووژل. پر بې ګنا خلکو دا برید نه دا چې د نه بښلو دی، بلکې ډېر سخت بد عمل دی. "

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې د ننګرهار برید هم غندل شوی او ویل شوي چې وسلوال به ورته بریدونو سره بریالي نه شي: "موږ د دواړو بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښیو".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبانو دې بریدونو کې لاس لرل رد کړي او غندلي یې دي او طالبان او افغان حکومت باید په ګډ کار سره د دې بریدونو عاملان عدالت ته را کش کړي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوی چې تلپاتې تاوتریخوالی کم نه شي او د سیاسي هوکړې لپاره پوره پرمختګ ونه شي، افغانستان به له ترهګرۍ زیانګالی وي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د روغتیايي چارواکو په خبره، کابل کې پر روغتون د برید له امله ۱۶ کسان وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د کابل او ننګرهار بریدونه غندي او خپل ټوېټر کې زیاتوي:

"په افغانستان کې د ميندو، زيږيدلو او نازيږيدلو ماشومانو په ضد نننی نه بیانیدونکی تاوتريخوالي او دغه راز د جنازې په مراسمو کې بريد، سختې کړغیړنې کړنې دي".

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما هم د کابل او ننګرهار بریدونه غندلي او قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.