پاکستان کې د لویدلې الوتکې قربانیانو جنازې کېږي

پاکستان کې د لویدلې الوتکې قربانیانو جنازې کېږي

پاکستان کې د پرونۍ پېښې د ځينو قربانیانو جنازې نن تر سره کېږي. دغلته یوه الوتکه چې له لاهور، کراچۍ ته په لار وه په یوې ګڼ مېشتې سېمې کې راولوېده او ۹۷ کسان پکې ووژل شوي. دوه کسه په حېرانوونکې توګه ژوندي پاتې دي. ټول قربانیان به د ډې ان اې له معاینې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل کېږي. له الوتکې مالومات او ریکاردرونه هم تر لاسه شوي او د لوېدو د لامل مالومولو لپاره یې څېړنې هم پېل شوي دي. پاکستان کې د پيلوټانو ټولنه وايي د پاکستاني چارواکو په څېړنو هېڅ باور نه لري او د نړېوالو څېړونکو د ښکېلېدو غوښتنه کوي. نور حال د فرییا کول په دې رپوټ کې.