افغان حکومت او طالبانو د اختر په مناسبت درې ورځې اوربند اعلان کړ

اوربند

د عکس سرچینه، ARG/ TALIBAN SOURCES

د عکس تشریح،

افغان حکومت او طالبانو د اختر درې ورځو کې اوربند اعلان کړی

وسله والو طالبانو شنبه ماښام وویل، د کوچني اختر په مناسبت د درې ورځو لپاره اوربند کوي او وسله وال به یې پر (دوښمن) هېڅ برید نه کوي. د طالبانو له دې اعلان شېبې وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دې ګام هرکلی وکړ او د حکومت لخوا یې هم درې ورځې اوربند اعلان کړ.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي، د طالبانو مشرتابه لارښوونه کړې، چې د کوچني اختر په دریو ورځو کې به پر (دوښمن) هیڅ یرغلیز برید نه کېږي.

شېبې وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل چې د طالبانو د دې ګام هرکلی کوي او افغان ځواکونو ته امر کوي چې درې ورځې دې اوربند وکړي.

د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم پر خپله ټوېټر پاڼه د طالبانو لخوا د اوربند د پرېکړې هرکلی کړی دی. نوموړي پر افغان ولسمشر هم غږ کړی چې ځوابي اوربند وکړي او هیله یې ښودلې چې دا ګام به د تاوتریخوالي کمولو، د بندیانو تبادلې او بین الافغاني خبرو ته لاره هواره کړي.

خو دواړو خواو ویلي چې که چېرته د مقابل لوري لخوا پر دوی برید کېږي نو دوی ځوابي برید او د ځان دفاع کولی شي.

د طالبانو په اعلامیه کې د دې ډلې له وسله والو غوښتل شوي، چې د مقابل لوري تر کنټرول لاندې سیمو ته د تلو اجازه نه لري او نه هم مقابل لوري ته اجازه شته چې د طالبانو سیمو ته ورشي.

د خلیلزاد لخوا د اوربند هرکلی:

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د افغان حکومت او طالبانو لخوا د اوربند اعلان هرکلی کړی دی.

ښاغلي خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دې ګام سره به د افغان سولې راتلونکو ګامونو لپاره لاره هواره شي. نوموړي دا یو داسې طلایي فرصت بللی چې باید ضایع نشي.

نوموړي یو ځل بیا د پاتې زندانیانو د خلاصون غوښتنه کړې ده او پر دواړو خواو یې غږ کړی چې تاوتریخالي بیا ډېر نکړي.

درې ورځې مخکې (مې ۲۰) ښاغلي خلیلزاد کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل. وروسته د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي وو، دواړو لوریو د افغان حکومت او طالبانو له مخامخ خبرو وړاندې پر اوربند ټینګار کړی دی.

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح،

ولسمشر غني چارشنبه کابل کې له زلمي خلیلزاد سره کتلي دي

اعلامیه کې ویل شوي وو "دواړو لوریو د سولې پروسې د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې او تر مخامخ مذاکراتو وړاندې یې د اوربند په ټینګښت او د تاوتریخوالي په کموالي ټینګار وکړ ".

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا، زلمي خلیلزاد تیاری وښود چې یاده موضوع به له طالبانو سره مطرح کړي.

خو څرګنده نه ده چې د طالبانو لخوا د اوربند اعلان کې د امریکا حکومت او پخپله ښاغلی خلیلزاد هم کوم رول لري او که نه.

له سختې جګړې وروسته اوربند:

په وروستیو میاشتو کې افغان حکومت، امریکایي چارواکو، ملګرو ملتونو او ګڼو نړیوالو ادارو له طالبانو غوښتنه کړې وه چې تاوتریخالی کم کړي او د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره دې اوربند اعلان کړي.

خو طالبانو تر دې دمه دا ټولې غوښتنې رد کړې وې او برعکس په تېرو څو میاشتو کې په ټول افغانستان کې جګړه لا پسې توده شوې وه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روانې مې میاشتې پر ۱۲ مه په یوه ویډيویي وینا کې افغان وسلوالو ځواکونو ته امر وکړ چې له دفاعي حالته راووځي او د "دښمن" پر ضد خپل پوځي عملیات یو ځل بیا پیل کړي.

ولسمشر غني دا امر په کابل، ننګرهار او لغمان کې له خونړیو بریدونو وروسته وکړ.

ولسمشر غني وویل، طالبانو د سولې او اوربند په تړاو د افغان حکومت او خلکو د غوښتنو برعکس خپل بریدونه او تاوتریخوالی ډېر کړی دی.

خو طالبانو هغه مهال تور لګولی و چې افغان ولسمشر د جګړې په اعلان سره خپل واک غځول غواړي. د دې ډلې دریځ دا دی چې له امریکا سره په شوې هوکړه کې له افغان حکومت سره د اوربند شرط نه دی یاد شوی.

اورکم پسې اوربند:

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES ARG

د عکس تشریح،

دوحه کې د امریکا او طالبانو له خپلمنځي هوکړې سره سم افغان حکومت او طالبانو یوه اوونۍ اورکم اعلان کړی و

له دې مخکې د تاوتریخوالي د کمولو په موخه د اورکم په نامه یوه اونۍ د سږ کال د فبروری پر ۲۲ نېټه پيل شوه چې په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) هم د غځولو غوښتنه کړې وه، خو د مارچ پر لومړۍ نېټه وسله والو طالبانو اعلان وکړ چې د اورکم موده پای ته رسېدلې ده او پوځي وضعیت بېرته عادي حالت ته ستنېږي.

له هغه اعلان سره سم افغان امنیتي سرچینو بي بي سي ته وویل چې وسله والو طالبانو په ګڼو ولایتونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه پیل کړي دي.

د ۲۰۱۸ کال په جون کې تر اختر وړاندې افغان حکومت یوازې له وسله والو طالبانو سره د اوربند غږ وکړ او د پلي کولو ژمنه یې وکړه چې وسله والو طالبانو هم د اختر په ورځو کې د اوربند کولو وعده ورکړه.

هغه مهال ګڼ شمېر طالبانو د هېواد په لویو ښارونو او د ولایتونو په مرکزونو کې له افغان ځواکونو سره یو ځای د اختر لمونځ ادا کړ او د اختر پر څلورمه د ولسمشر غني له لوري د اوربند له تمدید وروسته هم په ازاده توګه ګرځېدل چې د ملکي وګړو له تود هرکلي سره مخامخ شوي وو، خو داسې رپوټونه هم وو، چې ځینې طالب مشران په دې اړه خوښ نه وو.