افغان حکومت سلګونه نور طالب بندیان هم خوشي کړل

د ویډیو تشریح،

سلګونه طالب بندیان خوشي شوي

افغان حکومت د کوچني اختر پر درېیمه ورځ (مې ۲۶مه) د سولې هڅو د بریا، د اوربند د دوام او د مخامخ خبرو د چټک پیل لپاره نژدې سلګونه نور طالب بندیان خوشي کړل. د دې بندیانو لویه برخه د څرخي پله او بګرام له زندانونو خوشي شول.

افغان چارواکي وایي، د سې شنبې ورځې تر پایه ټولټال ۹۰۰ طالب بندیان له بېلابېلو زندانونو خوشي شول.

د بندیانو د دې وروستۍ ډلې له خلاصون وړاندې د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل کابل کې خبریالانو ته ویلي وو: "د اوربند د دوام او له خنډ او ځنډ پرته د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره د ولسمشر د فرمان له مخې نن ۹۰۰ طالب زندانیان خوشې کېږي".

هغه زیاته کړه چې دا زندانیان به له څرخي پله، بګرام او د افغانستان په لر او بر کې له نورو زندانونو خوشي کیږي."

د ښاغلي فیصل په وینا په دې سره به د خوشي شویو طالب زندانیانو شمیر دوه زرو ته ورسېږي.

د عکس تشریح،

سې شنبه له بګرامه خوشي شوي یو شمېر طالب بندیان

هغه ټینګار وکړ چې د زندانیانو خوشې کول په دې مانا دي چې افغان دولت اقدامات کړي او اوس هم چمتو دی چې اوربند دوام وکړي او له طالبانو مو هم د اوربند د دوام تمه ده.

د طالبانو غبرګون:

هاخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته د طالب زندانیانو د خوشي کیدو بهیر ښه ګام وباله او ویې چې د دوحې تړون باید پلی شي، څو بین الافغاني خبرو ته وړاندې شي.

دی وايي، ډله یې ژمنه ده چې په کوم تناسب چې افغان حکومت زندانیان خوشي کوي په خپل اړخ کې هم هماغومره زندانیان خوشي کړي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم پر خپله ټوېټر پانه لیکلي چې دا ډله به ژر د افغان حکومت "یو ښه شمېر" بندیان خوشي کړي.

له دې وړاندې هم افغان حکومت د تېرې دوشنبې په ورځ (مې ۲۵مه) د وسلوالو طالبانو سل بندیان له بګرام زندان خوشي کړل.

د بندیانو دا خوشي کول د امریکا او طالبانو د سولې تړون برخه ده او دې دواړو لورو د افغان حکومت د ورورستۍ پرېکړې هرکلی کړی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د بي بي سي عصمت الله بهیر ته د طالب بندیانو د خلاصېدو په غبرګون کې وویل، دوی هم ژمن دي چې د افغان حکومت بندیان خوشي کړي:

"دا چې د بندیانو د خلاصون بهیر مهم پروګرام دی. په دې برخه کې پرمختګ او هر ګام موږ د مسلو حل ته نژدې کوي، موږ هم پخپل اړخ کې ژمن یو، چې د مقابل لوري بندیان خوشي کړو او په دې کې موږ جدي یو."

نوموړي ټینګار کړی چې دا بهیر باید ژر بشپړ شي او د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې پراته خنډونه لېرې شي.

ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ د اختر لمانځه وروسته وینا کې وویل، د طالب بندیانو د خوشي کولو لړۍ به چټکه کړي.

نوموړي له طالبانو هم وغوښتل چې د حکومت بندیان خوشي کړي.

افغان ولسمشر وړم ماښام بیا وویل، د ښه نیت لپاره دوه زره طالب بندیان خوشي کوي.

د عکس سرچینه، javid Faisal Facebook

د عکس تشریح،

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وایي، له طالبانو هم د اوربند غځولو تمه لري

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وایي، حکومت دا ګام د طالبانو له خوا د اوربند د اعلان په ځواب کې پورته کوي.

طالبانو د کوچني اختر په شپه درې ورځې اوربند اعلان کړ او په غبرګون کې ولسمشر غني هم خپلو ځواکونو لارښوونه وکړه چې پر طالبانو دې بریدونه نه کوي.

د ښکېلو لورو دا ګام د امریکا، ناټو، ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو له هرکلي سره مخ شو.