روغتیا وزارت: ننګرهار کې په محرقې اخته کسان کورونا وېروس نیولي

ننګرهار

د عکس سرچینه، NANGARHAR MEDIA OFFICE

د عکس تشریح،

د افغانستان د عامې ورغتیا وزات دغه پلاوي په دې موخه ننګرهار ته استولی و چې هلته اصلي وضعیت مالومړ کړي.

د افغانستا د عامې روغتیا وزارت هغه پلاوی چې په ننګرهار ولایت کې د کورونا وېروس او محرقې ناروغۍ په تړاو د څېړنو او رپوټونو ارزولو لپاره یاد ولایت ته تللی و، وایي چې په دې ولایت کې په محرقې اخته کسان کورونا وېروس نیولي دي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په اعلامیه کې راغلي چې د عامې روغتيا وزارت پلاوي مشر ډاکتر بشير حميد او ډلې یې یاد ولایت کې په دې موخه څېړنه او ارزونه وکړه. په اعلامیه کې راغلي:

"ياد پلاوي له پوښتنو او څېړنو وروسته د دې ولايت روغتيايي مسئولينو سره په ناسته کې د محرقې ټيسټ په ځانګړي ميکانيزم، د خصوصي لابر اتوارونو او روغتيايي مرکزونو تر جدي څارنې نيولو او د کرونا و محرقې پر توپيرونو خبرې او سپارښتنې وکړې. پلاوی وايي، چې په دې ولايت کې په محرقې اخته کسان کرونا ويروس نيولي او بايد خپلې روغتيا ته پاملرنه وکړي ".

په دې ناسته کې د کرونا تجريد روغتون ته د پنځو سوه نورو بيډونو ورکړې او په ښار او ولسواليو کې د کرونا ويروس مخنيوي او درملنې په موخه په نورو مرستو او امکاناتو هم خبرې اترې وشوې.

له څو ورځو راهیسې خواله رسنیو کې په دغه ولایت کې د محرقې نارغۍ د خپرېدو په اړه خبرونه لاس په لاس کېدل، چې ځینو پرې د کورونا وېروس شک هم کاوه.

له همدې رپوټونو وروسته د افغانستان د عامې ورغتیا وزات دغه پلاوي په دې موخه ننګرهار ته استولی و چې هلته اصلي وضعیت مالومړ کړي.

د محرقې ناروغي، خو د کورونا نښې نښانې؟

د عکس سرچینه، MOPH

د عکس تشریح،

د روغتیا وزارت چارواکي وايي، که څوک د محرقې نښې لري باید ځان ګوښی کړي.

په ننګرها رکې خبریال او د ثبات او همپالنې د مطبوعاتي ډلې د پښتو برخې یو مسوول اکمل ظاهر ترکی وايي، دی هم محرقې یا ترټکې نیولی، خو کومې نښې چې دی لري په کورونا اخته کسان یې هم لري.

نوموړي بي بي سي ته وویل، زړه بدوالی، هډکو درد، ګېډې درد، سخته تبه، ټوخی، د سینې خرابوالی او په بوی نه هېدل هغه څه دي چې محرقه کې هم وي او کورونا کې هم.

اکمل ظاهر ترکي خپل فیسبوک کې لیکلي، چې اول یې مور پلار ورته نښې درلودې، خو هغوی ښه شول:

"لومړی مې مور او پلار شدید سر درد، ټوخی، تبه او ځان درد لاره څو ورځې یې له کړایي وویستل، اوس شکر هغوی ښه دي، اختر نه دوه ورځې مخکې نه مې دردونه لرل، ځان مې ورته کلک کړی وه؛ خو د پرون راهیسې یې زه، ایمل او زموږ کشر ورور عبید را چپه کړي یو".

پر خواله رسنیو اندېښنې:

خواله رسنیو کې هم ځینو اندېښنه ښودلې چې ننګرهار کې کورونا ګډه شوې، خو خلک د تره ټکې یا وچکۍ نوم ور کوي.

یوه فیسبوک کارن زیارمل افغان لیکلي:. "محرقه باندې به ځان نه غلطوو، همدغه چې ټول مخلوق پرې اخته دی، کورونا نومېږي. د نورو د روغتیا لپاره ځانونه له روغو کسانو جلا وساتئ".

یو بل فیسبوک کارن فضل قادر انډیوال وايي، کورونا ته د تره ټکې نوم ور کولو سره خلک دوه تاوانونه کوي:

"لومړى دا چې تاسو کورونا ناديده ګڼئ او طبيعي ده چې په محرقه کې تاسو مريض نه ګوښی کوئ او چې هغه په کور کې قرنطين نه شي نو هم يې کورنۍ او هم کلى پرې اخته کېږي، له دې علاوه تاسو د کرونا ناروغ درملنه د کرونا پر پروسيجر نه کوئ، د کرونا تدابير نه غوره کوئ؛ په دې ډول مو مريض په لوى لاس وخامت او کور او کلى کرونا ته ځي".

د عکس سرچینه، NANGARHAR MEDIA OFFCE

د عکس تشریح،

له څو ورځو راهیسې ننګرهار کې د دې مرموزې ناروغۍ په اړه اندېښنې وې

خو ځینې نورو بیا ویلي، که دا ناروغي کورونا وي، ولې د محرقې په درملو جوړېږي.

فضل ربي شاکر لیکي: "زه پنځه همداسې کسان پېژنم، چې علائم يې کټ مټ د کرونا دي، مګر د محرقې په درملو رغېدلي. شايد تاسې هم په خپل چم ګاونډ ډېر داسې خلک ليدلي وي، چې د محرقې له درمل خوړلو وروسته رغېدلي وي. ماته خو اوسنۍ کرونا کټه مټه پخوانۍ محرقه ښکاري".

مګر په نوره نړۍ کې هم ځینې خلک د کورونا د درمللو لپاره د ملاریا ځینې دارو کاروي، چې لا هم ډاکټرانو تایید کړي نه دي.

په ننګرهار کې د کورونا او محرقې په هکله دا خبرونه په داسې مهال دي چې د چارشنبې په ورځ په افغانستان کې د کورونا وېروس د ۶۲۵ نویو پېښو له ثبت سره دغه هېواد کې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېرو شاوخوا ۱۲ زره، پنځو سوو کسانو ته ورسېد.