د کندوز امنیه قومندان او یو ولسوال د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله مړه شول

پولیس

د عکس سرچینه، کندوز پولیس

د افغانستان شمال ختیځ ته په کندوز کې ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت امنیه قومندان او د قلعه زال ولسوال د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د کندوز د والي ویاند عصمت مرادي د بي بي سي خبریال زلمي اشنا ته ویلي، امنیه قومندان مل پاسوال عبدالرشید بشیر تېره شپه کابل کې له دې ناروغۍ مړ شو:

"دی د روژې وروستیو کې ناروغ شو، کندوز کې تر درملنې لاندې و، بیا څو ورځې مخکې کابل ته ولېږدول شو، خو بېګا یې روغتون کې سا ور کړې ده".

مل پاسوال عبدالرشید بشیر له دې مخکې په غور، فاریاب، بغلان او تخار کې هم امنیه قومندان پاتې شوی دی.

عصمت مرادي دا هم وايي، چې د قلعه زال ولسوال احمد فهیم قرلوک چې کندوز کې په سپین زر روغتون کې بستر و، نن سهار د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د افغان چارواکو د مړینې خبر ور کول کېږي.

د کندوز د عامې روغتیا اداره وایي تر اوسه په دغه ولایت کې ۱۳۳ کسان‌ پر کورونا اخته شوي او د امنیه قوماندان او د قلعه زال ولسوال په ګډون شپږ کسان له همدې امله مړه شوي دي.

له بلې خوا د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې د سې شنبې په ورځ افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمیر له شپاړس نیم زرو پورته شو.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پرون کابل کې خبري غونډې ته وویل، په افغانستان کې دننه او بهر علمي وړاندوینې ښیي چې افغانستان به په راتلونکو دوه میاشتو کې د کورونا ویروس د کړکیچ لوړې څوکې ته ورسیږي.

امرالله صالح له خلکو وغوښتل چې د روغتیا وزارت سپارښتنې جدې وګڼي، که نه ناورین به لري نه وي.

ښاغلی صالح وايي اټکل شوی چې ښايي د لمریز کال تر پایته رسیدو مخکې په هیواد کې وضعیت عادي شي.

د پکتیا د سیدکرام د امنیه قومندان وژل کېدل

له بلې خوا د پکتیا د سیدکرم ولسوالي امنیه قومندان بېګا په چاودنه کې وژل شوی دی.

د پکتیا د سیدکرم ولسوال شریف کلیوال وایي بیګاه د دې ولسوالۍ د امنیه قومندان همایون او دری ساتونکي یې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

ویل کېږي طالبانو د چینو په نوم سیمه کې د پولیسو پر پوسته برید کړی و او نوموړی د سرتېرو مرستې ته ور روان و.

د مالوماتو پر اساس همایون تېره ورځ د سیدکرم امنیه قومندان په توګه په دنده پیل کړې وه.