پوهنې وزارت: امکاناتو ته په کتو خصوصي ښوونځیو ته پور ورکوو
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د خصوصي ښوونځیو د ښوونکو معاشونه باید خپله ښوونځي ورکړي، خو هڅه داده چې د امکان په صورت کې د خصوصي ښوونځیو ودانیو د کرایې پرې کولو کې مرسته وکړي.
د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت دا څرګندونوې د خصوصي ښوونځیو د هغو ښوونکو د اعتراض اوغوښتنې په ځواب کې کړي چې د معاشونو د نه تر لاسه کولو له امله یې په اعتراض لاس پورې کړی و.
د خصوصي ښوونځیو د ښوونکو دا اعتراض پرون شنبه په غزني ښار کې شوی وو چې لسګونه ښوونکو په کې برخه اخستې وه.
اعتراض کوونکو چې د غزني د پوهنې ریاست مخې ته راغونډې شوي وو ویل له تېرو شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي اخستي.
د افغانستان د پوهنې ویاندې نوریه نزهت
د بي بي سي د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د پوهنې وزارت د دې ستونزې د هواري لپاره د مالي ملاتړ کوم پلان لري او کنه ؟ د پوهنې وزارت ویاندې نورې نزهت ټېنګار وکړ چې د خصوصي ښوونځیو د ښوونکو د معاش مسؤلیت په خپله د ښوونځیو پر غاړه دی.
دې وویل د کورونا وېروس له امله د بندیزونو پرمهال د خصوصي ښوونځیو ۷۰ سلنه فعالیت په انلاین بڼه دوام درلود او په مقابل کې ښوونځیو ته فیس هم ورکړل شوی.
خو دا وايي د خصوصي ښوونځیو مالي ملاتړ د دوی هدف دی او په دې لاره کې حکومت ته ځینې وړاندیزونه هم شوي دي.
آغلې نزهت بي بي سي ته وویل د خصوصۍ ښونځیو د مالي ستونزو په اړه د دې په وینا د حکومت له مشرتابه سره خبرې شوې او وړاندیز شوی چې د حکومت مالي امکاناتو ته په کتو دې خصوصي ښوونځيو ته اوږد مهال پورونه ورکړل شي چې دوی وکولی شي د ښوونځیو د ودانیو کرایې پرې کړي.
افغانستان کې له شاوخوا درې میاشتو راهیسې ټول رونیز مرکزونه تړل شوي او د حکومت د نوې پرېکړې له مخې دا مرکزونه به د درې نورو میاشتو لپاره هم تړلي وي.