کورونا وېروس: نړۍ کې د مړو شمېر له ۴ لکو واوښت

کورونا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د کورونا وېروس له کبله په نړۍ کې تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې مړه شوي دي

د امریکا د جان هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې په نړۍ کې د کورونا وېروس له کبله د مړیو شویو کسانو شمېر له ۴ لکو اوښتی دی. یاد پوهنتون همدا راز په ټوله نړۍ کې د تائید شویو مثبتو پېښو شمېر ۶ اعشاریه ۹ میلیونه یادوي.

جان هاپکېنز پوهنتون تېر کال د کورونا وېروس وبا له پیلېدو راهیسې په دې تړاو د ټولې نړۍ په کچه شمېرې ثبتوي.

امریکا د مړینو او مثبتو پېښو له پلوه په ټوله نړۍ کې لومړی ځای لري، چې کابو یو لک او لس زره کسان پکې مړه شوي او د مثبتو پېښو شمېر یې دوه میلیونو ته نږدې شوی دی.

په بریتانیا کې ۴۰ زره، برازیل کې ۳۵ زره او په ایټالیا کې ۳۳ زره کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان، پاکستان، برازیل او ځینو نورو هېوادونو کې د مړینو او مثبتو پېښو شمېر په ډېرېدو دی.

ورته وخت کې ایران یو له هغو هېوادونو دی چې پکې د کورونا وېروس د دویمې څپې د راتلو نښې نښانې ښکاري، ځکه هلته هم مړینې او مثبتې پېښې یو ځل بیا په ډېرېدو دي.

د نړۍ پر اقتصاد د کورونا وېروس اغېز:

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

نړیوال بانک خبرداری ورکړی چې کورونا وېروس به د نړۍ اقتصاد ته جدي ضربه ورکړي

بل لور ته د نړیوال بانک مشر وايي، کورونا وېروس د نړۍ د اقتصاد لپاره ویجاړوونکی ګوزار دی. ده ویلي ښايي د میلیاردونو کسانو ژوند د دې وېروس له امله اغېزمن شي.

ډیوېډ ملپاس په اوږدمهال کې د دې وبا د اغیز په اړه ویلي چې ښايي یوه لسیزه دوام وکړي.

ښاغلي ملپاس په تېره مۍ میاشت کې خبر داری ورکړی وو چې د کورونا وېروس له امله ښايي شپیته میلیونه وګړي له "سختې بې وزلۍ" سره مخامخ شي.

د نړیوال بانک د معیار له مخې "سخته بې وزلي" هغه حالت دی چې یو څوک د ورځې له دوه ډالرو لږ څه کم "۹۰.۱" عاید ولري.

خو هغه پرون له بي بي سي سره مرکه کې وویل چې له ۶۰ میلیونو زیات کسان ښايي د ورځني ژوند لپاره له یوه ډالره هم کم عاید ولري.

ښاغلی ډېوېډ وايي، په دې اقتصادي بحران برلاسي کېدل شونې ده، خو دا د هېوادونو لپاره سخت کار دی:

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د نړیوال بانک مشر ډیوېډ مل پاس وايي، نړیوال بانک له خپلو همکارانو سره یوځای زیانمن شویو هېوادونو ته به مرستې چمتو کړي

"په خپله د وبا او بندیزونو مانا دا ده چې د میلیاردونو کسانو ژوند له ګډوډۍ سره مخامخ شوی، دا د اندېښنې وړ خبره ده

ده ویلي، د دې دواړو مخامخ پایلې د عاید له لاسه ورکول دي خو په روغتیا او ټولنیز برخه کې یې پایلې د ده په وینا واقعاً ډېرې سختې دي .

ښاغلي ملپاس خبرداری ورکړی هغه کسان چې ناتوانه دي ډېر به اغېزمن شي:

"موږ ګورو چې د امریکا د ونډو بازار نسبتاً لوړ دی خو په بې وزله هېوادونو کې لا هم خلک نه یوازې دا چې بې کاره شوي بلکې غیر رسمي کار هم نه شي موندلی او دا پایلې به د یوې لسیزې لپاره دوام ومومي."

نړیوال بانک له خپلو متحدینو سره یوځای زیانمن شویو هېوادونو ته مرستې چمتو کړي خو وايي نور ډېر څه ته اړتیا ده.

نړیوال بانک سوداګریزو پور ورکوونکو لکه بانکونه او د تقاعد صندوقونو نه غوښتي چې بې وزلو هېوادونو باندې د پورونو فشار کم کړي.

د نړیوال بانک مشر په دې تازه څرګندونو له دا ډول بنسټونو تمه وښودله چې د خپلو پورونو شرطونه لا ډېر روښانه کړي چې پانګوال دې هېوادونو کې د پانګونې لپاره باوري شي.

د نړیوال بانک له نظره د حکومتونو ملاتړ او د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره لاس په کار کېدل د هېوادونو د اقتصادي وضعیت په رغولو کې بنسټیز رول لري."