کورونا وېروس: افغانستان کې مثبتې پېښې ۲۰ زرو ته ورسېدې

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو ۷۹۱ تازه پېښې ثبت شوې دي او له دې سره په افغانستان کې پر دې وېروس د اخته کسانو شمېر تر شلو زرو واوښت.

د دغه وزارت مرستیال وزیر وحید مجروح نن (غبرګولي ۱۸/ جون ۷) وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بېلا بېلو لابراتوارونو کې تر څوارلس سوو ډېر سمپلونه معاینه شوي دي. د ده په خبره، په پایله کې يې ۷۹۱ نور افغانان هم پر دې وېروس اخته شوي.

"په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ۱۴۲۷ سمپلونه ټېسټ شوي، په دې کې ۷۹۱ مثبت واقعات وو، ۳۰ تنه وفات شوي او ۴۵ نور روغ شوي دي".

له نویو شمېرو سره په ټول افغانستان کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر شل زره او ۳۴۲ ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، له هغه راهیسې چې په افغانستان کې د کورونا وېروس خپور شوی، تر اوسه يې د ۳۵۷ تنو ژوند اخیستی دی. د بېرته رغېدلو کسانو شمېر ۱۸۷۵ ښودل شوی.

د عکس سرچینه، GMIC

د عکس تشریح،

د روغتیا مرستیال وزیر وحید مجروح وویل په تېر شپه او ورځ کې له ۱۴۰۰ ډېر د کورونا سمپلونه معاینه شوي.

دا پېښې داسې مهال زیاتېږي چې د رپوټونو پر بنسټ د حکومت او روغتیاپالانو له سپارښتنو سره سره خلک قرنطين او ځينو نورو روغتیايي لارو چارو ته -څنګه چې په کار ده- هغسې پام نه کوي.

تېره جمعه (غبرګولي ۱۶/ جون ۵) پر کورونا وېروس د اخته شویو کسانو شمېر په یکي يوه ورځ کې نهه سوه تنه وښودل شو. دا د دې وبا له خپرېدو راهیسې په افغانستان کې په یوه ورځ کې پر دې وېروس د اخته کېدو له پلوه تر ټولو لویه شمېره ده.

خو دغه وزارت مني چې په افغانستان کې پر کووېډ-۱۹ د اخته ناروغانو شمېر تر هغو زیات دی چې خپرېږي. دغه وزارت همدا راز ویلي، چې ښايي يوازې په پلازمېنه کابل کې شاوخوا یو ميليون تنه پر کورونا اخته شوي وي.

د یادولو ده چې تر اختر مخکې د عامې روغتیا وزارت خلکو ته خبرداری ورکړی و چې که د قرنطین ماتولو ته دوام وکړي، د ګڼې ګوڼې له جوړلو لاس وانخلي او روغتیايي سپارښتنې همداسې له پامه غورځوي، نو په دغه هېواد کې به کورونا وېروس ناورين رامنځ ته کړي.

افغان حکومت پرون اعلان وکړ چې په افغانستان کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ اوج ته رسیدلې او د دې ناروغۍ د لا ډېر پراخیدو د مخنیوي لپاره یې نوې طرحه جوړه کړې چې سر له نننه به په ټول افغانستان کې عملي شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح پرون یوې خبري‌ غونډې ته وویل، دا طرحه د قرنطین او ګرځبندیز د ختمېدو په مانا نه ده، بلکې په وینا یې د کاروباري او اداري سکتور اړتیاو ته په کتو یوازې ځینو کاروبارونو او ادارو ته د بیا فعالیت اجازه ورکول کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلی مجروح زیاته کړه چې،‌ دا طرحه به په درېیو پړاوونو کې پلې کېږي،‌ چې لومړی هغه به یې درې میاشتې دوام کوي. په دې طرحه کې یو شمېر کاروبارونو او ادارو ته په یو شمېر شرایطو د بیا فعالیت اجازه ورکړل شوې ده.

په دې شرایطو کې په عامه ځایونو کې د ماسک اغوستل، له یوه بله د دوه متره واټن مراعتول، له لسو کسانو د زیاتو له یو ځای کېدو ډډه کول، د زیات عمر کسانو له کورونو نه وتل، د کاري ځای له مکروبونو پاک ساتل او کارکوونکو ته د روغتیايي خوندیتوب وسایلو ورکول، په دولتي ادارو کې د کاري شفټونو مراعتول شامل دي.

چارواکي وايي، دغه راز به د نوې طرحې له مخې تر درېیو میاشتو پورې ورزشي او د ودونو صالونونه او تفریحي پارکونه تړلي پاتې وي، د فاتحې مراسم او نورې ټولنیزې غونډې به نه کېږي.