له افغانستان سره د جرمني او روغتیا نړیوال سازمان نوې مالي مرسته
افغانستان کې د کورونا له امله قرنطین پسې ډېر خلک بې کاره شوي دي.
د جرمني د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت وايي، له افغانستان سره د کورونا وېروس د مخنیوي او له هغه د رامنځ ته شوي تاوان سره د مبارزې لپاره د نږدې ۷۰ میلیون یورو مرسته کوي، چې ۵،۷۷ میلیارد افغانۍ کېږي.
د دې وزارت د بهرنیو اړیکو مشر مارتین ییګر د افغانستان د مالیې وزارت له چارواکو سره خبرو کې پرون دا ژمنه وکړه.
د افغانستان مالیې وزارت هم د خبرپاڼې خپرولو سره دا خبر تایید کړی دی.
په دا مهال د د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په نږدې راتلونکی کي به له کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره، افغانستان سره ۷۰ میلیونه ډالره مرسته وکړي.
دې سازمان ویلي له دې ویروس ډېر اغېزمن خلک باید دې مرستو کې لومړیتوب ولري.
د مۍ میاشتې په اتمه نړیوال بانک د مهمو اقتصادي او مالي اصلاحاتو د لا چټکولو او له کورونا سره د روانې مبارزې د لا ښه اداره کولو لپاره له افغانستان سره څلور سوه میلیون ډالره مرسته تصویب کړه.
له هغه څلور ورځې مخکې اسیايي بانک هم د افغانستان له روغتیا وزارت سره ۴۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه چې د دې وزارت د چارواکو په خبره، د اسیاي بانک دا مرسته به هم د کورونا سره د مبارزې لپاره ولګول شي.
د ترکیې طبي مرسته
په کابل کې د ترکیې سفیر هم د پنجشنبې په ورځ روغتیا وزارت چارواکو ته طبي مرستې وسپارلې.
په دې مرستو کې د کورونا د تشخیصولو کېټونه، ماسکونه، درمل او نور طبي وسایل دي.
له دې مخکې چین، متحده عربي اماراتو، ازبکستان او نورو هېوادونو له افغانستان سره د کورونا د مخنیوي لپاره طبي مرستې کړې دي.سته
افغانستان کې خصوصي روغتونونو ته د کورونا ناروغانو د تشخیص او درملنې اجازه ورکړل شوه
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دغه هېواد کې ټولو خصوصي روغتونونو ته د کورونا وېروس د ناروغانو د تجرید او درملنې اجازه ورکړه. د عامې روغتیا سرپرست احمد جواد عثماني نن د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، هر خصوصي روغتون خپل اړین لابراتواري توکي پیدا او د کورونا وېروس پرې معاینه کولی شي.