افغان جګړه: امریکا د جنګي جرمونو پر څېړونکو بندیزونه ولګول

President Donald Trump and Secretary of State Mike Pompeo

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د ټرمپ له فرمان وروسته د امریکا د بهنریو چارو وزیر نړیواله جنایي محکمه نمایشي محکمه وبلله.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په هاګ کې د نړیوالې جنايي محکمې پر هغو قضايي چارواکو بندیزونه ولګول څوک چې دا پلټي چې ايا امريکايي ځواکونو په افغانستان کې جنګي جرمونه کړي او که نه ؟ ا

دا اجرايي فرمان امریکا ته اجازه ور کوي چې د نړیوالې جنايي محکمې یا ای سي سي د کارمنانو شتمنۍ کنګل او امریکا ته یې له تګ منع کړي.

نړیواله جنايي محکمه د امریکا دا پرېکړه د دې ادارې د قانون حاکمیت او قضایي چارو کې د نه منوونکې لاسوهنې هڅه بولي.

دې محکمې له اوږده حقوقي بهیر وروسته په تېر مارچ کې د افغان جګړې په هکله د پلټنو دوام تایید کړ.

ولسمشر ټرمپ بیا بیا پر دې محکمه نیوکه کړې او د هغې خپلواکي یې له پوښتنې سره مخ کړې ده.

نړیوالې جنايي محکمې له هغو لومړنیو رپوټونو وروسته پلټنې پیل کړې چې پکې باور کېږي افغان جګړه کې امریکايي ځواکونو جنګي جرمونه کړي دي.

د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ له اجرايي فرمان لاسلیکېدو لږ وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل، امریکا باید د کنګرو محکمې(نمایشي محکمې) سره ونه ګواښل شي.

هغه زیاته کړه چې وروستي بندیزونه د نړیوالې جنايي محکمې د غړو کورنۍ هم امریکا ته له تګ منع کوي.

نوموړي د لوی څارنوال ویلیم بار دا بې سنده ادعا هم تکرار کړه، چې د روسیې په څېر بهرني ځواکونه نړیواله جنايي محکمه د خپلې ایجنډا لپاره کارول غواړي.

د محکمې غبرګون

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

نړیواله جنايي محکمه دې پلټنو کې پر امریکايي ځواکونو سربېره د افغان حکومت او طالبانو د چارو پلټنه هم کوي.

نړیواله جنايي محکمه خپل بیان کې د امریکا وروستۍ پرېکړه د دې محکمې د چارواکو په پلټنو کې د نفوذ لپاره بولي.

"پر نړیواله جنايي محکمه برید د هغو بې رحمه جرمونو د قربانیانو پر ګټو هم برید دی چې ډېری یې دا محکمه د انصاف ترلاسولو لپاره وروستۍ هیله بولي".

د دې محکمې مشر ويلي دي د محکمې د چارواکو پرضد د بنديزونو لگولو په اړه د امريکا د متحدو ايالتونو پر پريکړه ژوره خواشيني څرگندوي.

او_ گون_ کوان وويل ، دغه ګام د ډله ييزو ظلمونو په وړاندې معافيت سره مبارزه او د عدالت پرځاى کولو لپاره ګډې هڅې ترپوښتنې لاندې راولي.

د انساني حقونو ډلو هم د امریکا پر دې پرېکړه نیوکې کړې دي.

د واشنګټن لپاره د انساني حقونو د څارډلې مشر انډریو پراسو وايي، پر نړیواله جنايي محکمه دا برید د سختو جرمونو قربانیانو ته د انصاف رسولو مخنیوی دی، دا قربانیان که په افغانستان، اسراییل یا فلسطین کې وي:

نوموړی په یوه بیان کې زیاتوي، کوم هېوادونه چې د نړیوال عدالت ملاتړ کوي باید د دې ښکاره سرغړونې مخالفت وکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مشر استازي جاسپ بورل هم د امریکا پر وروستۍ پرېکړه سخته اندېښنه ښودلې ده:

"نړیواله جنايي محکمه د نړیوال عدالت برابرولو او سختو نړیوالو جرمونو ته په رسیدګي کې مهم رول لري".

پلټنې څنګه پیل شوې؟

د عکس سرچینه، Getty Images

نړیوالې جنايي محکمې د روان کال لومړیو کې په افغان جګړه کې د امریکايي او نورو ښکېلو لورو د ادعايي جنګي جرمونو د پلټنې اجازه ور کړه.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، امریکايي وګړي به ترې وساتي:

"دا د حقوقي ادارې په نوم د یوه سیاسي بنسټ نه منونکی او سا اېستونکی ګام دی".

نړیواله جنايي محکمه غواړي چې د ۲۰۰۳ کال له مۍ را هیسې افغانستان کې د طالبانو، افغان حکومت او امریکايي ځواکونو د چارو په هکله پلټنې وکړي.

افغانستان د دې محکمې غړی دی، خو چارواکو یې له دې پلټنې سره مخالفت ښودلی دی.

د ۲۰۱۹ کال په اپرېل د نړیوالې جنایي محکمې وویل، دا څېړنې اوس باید مخکې لاړې نه شي، ځکه د عدالت سره مرسته نه شي کولی.

ولسمشر ټرمپ له دې مخکې هم هغه امریکايي سرتېري بښلي چې افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن شوي وو.

امریکا هیڅکله هم په هاګ کې د نړیوالې جنايي محکمې غړې شوې نه ده او د امریکايي وګړو په هکله یې پلتڼې په دې دلیل په رسمیت نه پېژني، چې "د امریکا ملي حاکمیت ګواښي".

تېر کال هم د نوموړي ادارې د نړیوالې جنايي محکمې پر چارواکو د سفر محدودیتونه او نور بندیزونه ولګول.

څه ادعاوې شوې؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

افغان جګړه کې تر ټولو ډېر زیان ولس لیدلی

لومړنۍ پلټنې چې تر یوې لسیزې ډېر وخت کې شوې پر ولسي وګړو قصدي بریدونه، بندي کول او بې قانونه اعدامونه ښيي.

د نړیوالې جنايي محکمې د ۲۰۱۶ کال رپوټ وايي، د معقول دلیل له مخې باور کېږي چې د سي ای اې پټو بندخونو کې امریکايي ځواکونو نیول شوي کسان شکنجه کړي دي.

دې رپوټ کې دا باور هم ښودل شوی چې افغان حکومت بندیان شکنجه کړي او د ډېرو ولسي وګړو وژلو سره طالبانو هم جنګي جرمونه کړي دي.

نړیواله جنايي محکمه له ۲۰۰۲ کال راهیسې د هغه نړیوال عدالتي سیستم غړې هم ده، چې د جنګي جرمونو او د انسانیت ضد جرمونو او ډلوژنې د عاملانو څېړلو ته جوړ شوی دی.

خو د امریکا له ښکېلتیا پرته د دې محکمې هڅې کمزورې دي.