پاکستان کې کورونا؛ "که سملاسي نړیوالې مرستې ونه شي حالات سخت خرابېږي"

پاکستان

د عکس سرچینه، AFP

د بلوچستان والي امان الله خان یاسینزی وايي، که نړیوالې ادارې له پاکستان سره د ژوند بچوونکې ټیکنالوجۍ برخه کې سملاسي او مالي مرسته ونه کړي، نو د دې صوبې په ګډن ټول پاکستان کې د کورونا له امله حالت لا خرابېږي.

نوموړی وايي، د پاکستان په څېر هېوادونو کې چې له کورونا وبا مخکې یې هم ډېر وګړي د بې وزلۍ له کرښې لاندې ژوند کوي، په ملي اقتصاد یې لا ډېر بد اغېز شوی دی.

والي یاسینزي زیاته کړه، که د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر او مړینې شمېر همداسې روان وي، نو پاکستان به له سختو ستونزو سره مخ شي.

د نوموړي په خبره، دا مهال مرکزي او صوبايي حکومت د کورونا وبا سره د مبارزې لپاره ټول وسایل کاروي، خو د دې هڅو بریالیتوب د ولس په همکارۍ پورې تړلی دی.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هم د جون په ۱۱ وویل، په خواشینۍ سره باید ووایم، چې پاکستان کې به د کورونا وېروس له کبله د مړینې کچه لوړه شي.

نوموړی وايي، په ټوله نړۍ کې په ورته توګه لیدل شوي چې لومړی د اغېزمنو کسانو شمېر ډېر او بیا وروسته یې شمېر کمېږي.

د ښاغلي خان په خبره، په هېواد کې اوسمهال د اغېزمنو کسانو شمېر په ډېرېدو دی.

عمران خان خبرداردی ورکړ چې که تدبیرونه عملي نه شي، د پاکستان په روغتونونو کې به د ناروغانو لپاره ځای په کمېدو شي.

د عکس تشریح،

د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخوانی مشر صادق ایاز هم کورونا شوی دی.

پاکستان کې روغتیايي چارواکي وايي، تېرو ۲۴ ګړیو کې د معاینو له مخې په دغه هېواد کې له شپږ زرو ډېر کسان په کورونا وېروس اخته شوي دي.

دې سره پاکستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر له یو لک ۲۵ زرو ډېر شو او د مړو شمېر هم ۲۴۶۳ ته ورسېد.

په نړۍ کې تر اوسه له ۷۵ لکو ډېر کسان په کورونا اخته شوي او څلور لکه ۲۱ ره ترې مړه شوي دي.

ډېر اغېزمن هېواد هم امریکا دی چې له دوو میلیونو ډېر خلک پکې په دې وېروس اخته او تر یو لک ۱۳ زرو ډېر ترې مړه شوي دي.