د کابل په جومات کې چاودنه، د ملا امام په ګډون څلور کسان وژل شوي

کابل

د عکس سرچینه، Reuters

د افغانستان کورونیو چارو وزارت وايي، د پلازمېنې کابل په شېره شاه مېنه یا څلورمه کارته کې د جمعې لمانځه پر مهال شېرشاه سوري جومات کې چاودنه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، دې چاودنه کې د جومات امام او څلور لمونځ کوونکي وژل شوي او اته کسان هم ټپیان دي.

چارواکي وايي، د جومات ملا امام مولوي عزیزالله مفلح په ګډون څلور کسان په دغه پېښه کې وژل شوي او اته لمونځ کوونکي ژوبل شوي دي.

د ارګ له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ولسمشر غني دا برید سخت غندلی او وايي، ''پر جوماتونو او سپېڅلو ځایونو، مشرانو، علماو، ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو برید په هیڅ دین او ایین کې ځای نه لري او د اسلامي او بشري ارزښتونو ضد جنایت دی. ''

کومې ډلې تر اوسه د دغې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې دغه چاودنه غندې او "لوی جنایت" یې بللی دی. د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، 'دغه ځنځيري قتلونه داسې مهال ترسره کېږي چې افغان ولس د سولې پر لور ګامونه اخلي. '

د کورنیو چارو وزارت په خبره، ماین په جومات کې اېښودل شوی و او د لمونځ پر مهال چاودلی دی. چاودنه د جمعې لمانځه پر مهال شوې چې پکې د نورو وختو تر لمونځونو ګڼه ګوڼه ډېره وي.

د عکس سرچینه، Kabul Police

شېرشاه سوري د کابل شېرشاه مېنه یا څلورمه کارته کې مشهور جومات او پر لمونځ سربېره پکې د مشهورو او لوړپوړو چارواکو فاتحې هم اخیستل کېږي.

د جون په ۲ د پلازمېنې کابل په یوه بل مشهور جومات وزیر اکبرخان کې هم د ماښام تر لمونځ وروسته چاودنه کې د دې جومات امام او خطیب ایاز نیازی او یو بل ووژل او درې نور ټپیان شول.