کورونا وېروس د مور د ورځې نمانځنه پيکه کړې
- خوشحال تایب
- بي بي سي
په افغانستان کې نن، د غبرګولي ۲۴ مه، د مور ورځې په نوم نمانځل کېږي، چې سږکال تر ډېره د کورونا وېروس خورېدو تر خپل اغېز لاندې راوستې.
په ټولنیزو رسنیو کې هم د مور ورځې په تړاو بېلابېل پیغامونه خپریږې، خو زیاتره وايي، د میندو زړونه باید په ریښتینې توګه وساتل شي، تردې چې په ټولنیزو رسنیو کې پیغامونه ورته ولیکي.
ناجیه د کابل ښار اوسېدونکې ده وايي، تېرو کلونو کې به یې دا ورځ په ښو مېلو او مېلمستياو لمانځله خو اوس د کورونا وېروس خورېدو د دغې ورځ لمانځنه پیکه کړې:"په همدغه ورځ به ښار ته تللو، مور ته به مو ډالۍ اخيسته. په کور کې به مو یوه مېله ورته نیوله، خو اوس د ښار ډېری هټۍ تړلي د پخوا په څېر خوند په کې نشته."
خو سمیرا نوري چې په حکومت کي د بشري چارو برخې کارکوونکې ده وايي، کله یې هم د مور ورځ نه ده نمانځلې، ځکه نه غواړي د یو شمېر کسانو په شان یوازې پر ټولنیزو رسنیو دا ورځ ونمانځي. بله دا چې په افغانستان کې زیاتره مېندې ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی هم نه لري:
"په خواله رسنیو کې د مور د ورځې په پار ډېر څه ترسترګو کیږي خو که دا هرڅه په حقیقت بدل شي ښه به وي."
د مور پر ورځ عموماً ځوانان او پېغلې خپلو میندو ته د ګلانو له ډالۍ نیولې بیا تر ټیکري، جامو، عطرو، کیکونو او نورې ډالۍ اخلي.
خو زیاتره میندې د ډالیو پر ځای د اولادونو له خوا د ښه چلند او درناوي تمه هم لري. دوی وايي، د مور لمانځنه باید تر همدې یوې ورځې محدوده نه شي.
د وردګو یوه اوسیدونکې شهلا چې خپله یوه مور ده په دې اړه وايي:"مور له دولتي مسؤلینو ان تر هرې غاړې غواړي چې د اولادونو ژوند یې خوندي وي، د هغوی په هرګام کې خوښي وویني خوله اولادونو هم هیله لرو چې د مور عزت وکړي او زموږ ګاللی زیار هسې ونه ارزوي او پکار ده چې هره ورځ خوښي راکړي نه یوه ورځ."
د افغانستان په شان ټولنې کې میندې په ډېرو خواریو خپلو اولادونه لویوي، خو زیاتره وخت ناوړه پېښې د هغوی ټوله خواري په اوبو لاهو کوي چې اوس د کورونا وېروس اندېښنې هم پرې ور زیاتې شوې وي.