تهران کې افغان سفیر احضار: کابل وايي، 'سوله ییز احتجاج د افغانانو حق دی، خو د ګډوډي اجازه نه ورکوو'

کابل

د عکس سرچینه، Social medias

د عکس تشریح،

احتجاج کوونکو د ایران سفارت ته سور رنګ شیندلی و

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د افغان سفیر احضارېدو ته په غبرګون کې ویلي، "غونډې او سوله ییز اعتراض " د افغانانو حق دی، خو که په دې مظاهرو کې "بې نظمي یا ګډوډي " رامنځته شوې وي، په هکله به یې څېړنه کېږي.

له دې مخکې د ایران بهرنیو چارو وزارت وویل، په تهران کې یې د افغانستان سفیر په کابل کې د ایران سفارت پر وړاندې د "یوې کوچنۍ ډلې کسانو د تعرضي او له سپکاوي ډک اقدام" له کبله احضار کړی دی.

ایراني چارواکي وايي، د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال یې د 'توضیحاتو ' لپاره نن شنبه احضار کړی دی.

د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي، په یاد وزارت کې د لویدیځې اسیا چارو عمومي مدیر "د دواړو هېوادونو د ګاونډیتوب پر اړیکو د دغې کوچنۍ ډلې د اقداماتو ناسم اغېز" په هکله اندېښنه څرګنده کړې.

تېره اونۍ په کابل کې یو شمېر کسان د ایران سفارت پر وړاندې یو ځای شول او په دغه هېواد کې یې د افغان کډوالو یوه ګاډي سوځېدو او د دواړو هېوادونو تر منځ د پولې سیمه کې د یو شمېر کډوالو ډوبېدو پېښې وغندلې.

د دې پېښو غندنې په تړاو د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې هم احتجاجونه وشول.

په کابل کې احتجاجیانو د ایران سفارت پر لوحه او دروازه سور رنګ شیندلی و.

احتجاجیانو ایراني امنیتي ځواکونه د "کډوالو ګاډي سوځلو او په سیند کې په ډوبولو" تورن کړل او دا یې داسې "جنایت" وباله چې د "بخښلو وړ نه دی. "

د عکس سرچینه، Emabssy

د عکس تشریح،

افغان سفیر عبدالغفور لېوال په پېښه کې له ژوندي پاتې کسانو سره له لیدو وروسته وویل، ایراني چارواکو منلې چې پر ګاډي یې ډزې کړې.

ایران بهرنیو چارو وزارت دغه احتجاج کوونکي "یوه کوچنۍ ډله" بولي چې په وینا یې په "ځانګړو سیاسي فعالیتونو پسې ګرځي، د ایران له اسلامي جمهوریت سره ضدیت لري او د دواړو هېوادونو د اړیکو ګډوډولو هڅه کوي. "

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې ویل شوي، د افغانستان له امنیتي ادارو غوښتنه شوې، چې د یادو مظاهرو څرنګوالي په هکله دغه وزارت ته معلومات ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې ژر به یو لوړ پوړی پلاوی ایران ته واستول شي.

په اعلامیه کې دغه راز راغلي دې کسانو "په دا وروستیو کې د هغه هېواد یو شمېر هغو اوسېدونکو د مړینې په پلمه چې ایران ته یې په غیر قانوني توګه د تلو نیت درلود یا له قاچاقي لارو ایران ته تللي وو، له سپکاوي ډک اقدامات کړي دي."

د وږي پر څوارلسمه د ایران په یزد سیمه کې د یوه ګاډي اور اخیستو پېښه کې درې افغان کډوال وسوځېدل.

د عیني شاهدانو په وینا پر دغه ګاډي ایراني پولیسو ډزې وکړې، چې اور یې واخیست، خو ایراني چارواکي وايي، دغه ګاډي د ډزو له کبله اور نه دی اخیستی.

په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال چې په یزد ولایت کې د افغان کډوالو یوه ګاډي سوځېدو پېښې څېړنې لپاره دغې سیمې ته تللی و ، له پېښې یوه ورځ وروسته په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، ایراني چارواکو منلې چې د کډوالو پر دغه ګاډي یې ډزې کړې.

د ښاغلی لېوال په وینا، په روغتون کې د دغې پیښې ۵ ټپیان او د سیمې په امنیتي مرکز کې یې د ټپیانو ۳ نور ملګري لیدلي دي.

د عکس سرچینه، MFA IR

د عکس تشریح،

د ایران بهرنیو چارو وزارت احتجاج کوونکي 'یوه کوچنۍ ډله' بللي

د نوموړي په خبره ایراني چارواکو منلې چې. "د ګاډي پر ټایرونو ډزې شوې، چې اور یې اخیستی، خو ډرېور بیا هم ګاډی څو کیلومتره ځغلولی دی. وروسته د ګاډي له ټایرونو لمبې ډېرې شوې، ګاډی د سړک غاړې ته له یوه خنډ سره ټکر شوی او سوځېدلی دی. "

تېره اونۍ د افغانستان بهرنیو چارو وزرات په یوه اعلامیه کې وویل، په ایران کې یې له کډوالو او پناه غوښتونکو سره د چلند په تړاو رپوټ د ملي امنیت شورا غونډې ته وړاندې کړی دی او دغه شورا د "وروستیو خواشینونکو پېښو د تکرار مخنیوي" لپاره ژر تر ژره یو لوړ پوړی پلاوی ایران ته استوي.