د بین الافغاني خبرو د پیل نېټې په تړاو ضد او نقیض ادعاوې

  • خوشحال تایب
  • بي بي سي
مسکو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

په مسکو کې د بین الافغاني ناستې ارشیف تصویر

له طالبانو سره د افغان حکومت د ټاکل شوي مرکچي پلاوي یوه غړي بي بي سي ته ویلي، دغه بهیر مهم پړاو ته رسېدلی او ښايي د بین الافغاني خبرو لومړۍ ناسته تر څو ورځو پیل شي.

د سرچینې په وینا ښايي دا خبرې تر دوو اونیو په قطر کې پیل شي.

که څه هم د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت په دې اړه روښانه ځواب نه وايي، خو څرګندوي چې په تېرې یوې اوونۍ کې ټولې هڅې د خبرو د ځای او وخت پر معلومولو ورټولې وې.

بل لور ته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل د طالب بندیانو په ازادۍ پورې تړلی بولي.

سهیل شاهین بي بي سي ته وویل، بین الافغاني خبرې د دوی د بندیانو تر خوشې کېدو وروسته پیلېږي.

د امریکا او طالبانو د موافقې له مخې چې شاوخوا درې میاشتې مخکې په قطر کې وشوه پنځه زره طالب بندیان او زر تنه د افغان حکومت بندیان باید خوشې شي.

افغان حکومت تر اوسه درې زره طالب بندیان خوشې کړي، طالبان هم وايي شاوخوا پنځه سوه حکومتي بندیان یې خوشې کړي دي، خو د افغانستان د ملي امنیت شورا څو ورځې مخکې ویلي، طالبانو د دوی شاوخوا ۲۷۰ تنه بندیان خوشي کړي دي.

که یوه خوا د سولې خبرو ته تیارۍ روانې دي، بله خوا د جګړې ډګر لا هم تود دی، چې ملکي وګړي یې درنه بیه پرې کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي په تېرو دوو اونیو کې طالبانو اتیا تنه ملکي وګړي وژلي او ۱۵۰ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د حکومت دا څرګندونې ردوي او وايي برعکس د حکومتي ځواکونو په بریدونو کې عامو وګړو ته زیان اوړي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

افغان حکومت او وسله وال طالبان پر یوه بل د هغه تاوتریخوالي تورونه پورې کوي چې ملکي خلکو ته پکې زیان زسېږي

ښاغلي مجاهد رسنیو ته په یوه لېږل شوي پیغام کې ویلي، 'طالبان په هیڅ ځای کې پر ملکي وګړو برید نه کوي. '

د بین الافغاني خبرو لپاره د چمتوالي خبرې داسې مهال کېږي چې د عبدالله عبدالله په مشري د مصالحې عالي شورا لا تر اوسه د مشرتابه کمیټې غړي نه دي اعلان کړي.

ټاکل شوې د مصالحې خبرو مدیریت هم دغه کمېټه وکړي.

د کمکي اختر په مناسبت د طالبانو لخوا دری ورځني اعلان شوي اوربند او په مقابل کې یې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د زر تنو طالب بندیانو خوشي کولو اعلان په تدریجي ډول د بین الافغاني خبر پیل ته هیلې ډېرې کړې دي.