"کابل کې د یوې میاشتې وړاندې پرتله د کورونا وبا مړینې څلور برابره ډېرې دي‘"

"کابل کې د یوې میاشتې وړاندې پرتله د کورونا وبا مړینې څلور برابره ډېرې دي‘"

په افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، د کورونا وېروس ۵۵۶ نوې مثبتې پيېښې ثبت شوي. له دې سره په ټول هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر، له ۲۴ زرو اوښتي دي. تر اوسه وېروس لږ تر لږه ۴۵۱ افغانان وژلي. بېرته د روغو شویو خلکو شمېر، څه باندې ۴۲۰۰ دی. په عین وخت کې، بي بي سي موندلې چې یوازې په کابل کې د یوې نیمې میاشتې مخکې پرتله مړینې څلور بربره زیاتې شوې دي. ‎بي بي سي ته دغه مالومات د کابل ښار د یو شمېر جوماتونو د ملاامامانو سره د پرلپسې اړیکو په ترڅ کې لاس ته ورغلي. ‎‎عامې روغتیا وزارت هم د مړینو د زیاتوالي خبره مني خو وایې دوی یوازې هغه شمېرې تاییدوي چې هره ورځ یې دغه وزارت خپروي. ‎صابر عزیز له کابله نور حال لري.