کورونا وېروس: د پېښور یو شمېر سیمو کې بېرته محدودیتونه ولګول شول

کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

په ټوله خیبر پښتونخوا کې تر دې دمه ۷۰۷ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي

د خیبر پښتونخوا حکومت په دې ایالت کې د کورونا وېروس مخ په خرابېدونکي وضعیت له کبله د پېښور ښار په لږ تر لږه څلورو سیمو کې یو ځل بیا ټولبندیز لګولی دی. په دې سیمو کې اشرفیه کالونۍ، چنار روډ یونیورسټي ټاون، دانش اباد او د حیات اباد فېز ۲ سیمې یوه برخه شاملې دي.

د خیبرپښتونخوا چارواکي وایي، په پورته یادو شویو سیمو کې د کورونا وېروس د ناروغانو شمېر په چټکۍ سره ډېرېدلو، او له همدې کبله پکې ټولبندیز لګول شوی دی.

د پېښور ډپټي کمېشنر محمد علي وایي، دې سیمو ته پر ورتګ او ورنه پر وتلو به بندیز وي او پکې به یوازې د اړینو توکو دوکانونه، درملتونونه، نانوایان او د خوراکي توکو دوکانونه پرانیستي وي.

همدا راز د دې سیمې په جوماتونو کې پر یو وخت یوازې پنځه کسه په یو ځای د لمانځه ترسره کولو اجازه لري.

په خیبر پښتونخوا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس ۴۵۹ تازه پېښې ثبتې شوې دي او ۳۲ تنه نور د کووېډ-۱۹ له ناروغۍ مړه شوي دي.

په ټول ایالت کې د کورونا وېروس مثبتو پېښو شمېر له ۱۸ زرو اوښتی دی او تر دې دمه ټولټال ۷۰۷ ترې مړه شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

بل لور ته د پاکستان پنجاب کې چارواکو دو دوشنبې په ورځ(د جون ۱۵) وویل، دغه صوبه کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مړو شمېر له زرو کسانو پورته شو. د خیبر پښتونخوا په څېر د پنجاب ایالت ځینو سیمو کې هم ټولبندیز اعلان شوی دی.

د دوی په خبره، تېرو ۲۴ ګړیو کې په پنجاب کې ۱۵۳۷ نوي کووېډ-۱۹ ناروغان ریکارډ شوي او دې سره په پنجاب کې په دې ناروغۍ اخته کسان څلور پنځوس زره ۱۳۸ شول.

په ورته مهال پنجاب کې له کورونا ۶۲ کسان مړه شوي دې، چې دې سره دې صوبه کې د مړو شمېر ۱۰۳۱ کېږي.

د چارواکو په خبره، په ټول پاکستان کې تېرو ۲۴ ګړیو کې د کورونا وېروس ۵۲۴۸ پېښې ثبت شوې او په ورته مهال ۹۷ کسان هم مړه شوي دي، چې ور سره د مړو شمېر ۲۷۲۹ کېږي.

پاکستان کې د رسمي شمېرو له مخې دا مهال یو لک ۴۴ زره ۴۷۸ کسان کورونا شوي دي.

په نوره نړۍ کې د کورونا وېروس وروستی وضعیت:

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د چین پلازمېنه بیجنګ کې د کورونا وېروس د دویمې څپې وېره پیدا شوې

د چین پلازمېنې بیجنګ کې د کورونا وېروس د دویمې څپې وېره ښودل شوې ده او هلته د یو مارکېټ په ګډونن ځینې سیمې تړل شوې دي.

د هند حکومت د ټولو لويو ګوندونو پر مشرانو غږ کړی، چې ډيلي کې د کورونا ويروس ګړګېچ پر سر بحث او خبرې وکړي. هند تېره يوه ورځ کې د ۱۲ زرو نويو پېښو راپور ورکړی دی.

په ټوله نړۍ کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۸ میلیونو ته نږدې شوی دی او تر دې دمه ۴ لکه ۳۳ زره کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.

امریکا کې د مثبتو پېښو شمېر له ۲ میلیونو اوښټی او له یو لک او ۱۶ زرو ډېر کسان پکې مړه شوي دي. له امریکا وروسته اوس برازیل د نړۍ په کچه دویم تر ټولو ډېر ځپل شوی هېواد دی.

په پاکستان کې د مثبتو پېښو شمېر له ۴۴ زرو اوښتی دی او همدا راز څه باندې ۲ زره او ۷ سوه کسان له کورونا وېروس مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په بریتانیا او فرانسه کې نن دوشنبه ډېری کاروبارونه او دوکانونه بېرته پرانیستل شول او ګڼ شمېر خلک له میاشتو وروسته لویو مغازو ته ولاړل.