شمالي کوریا له سوېلي کوریا سره د اړیکو دفتر ته 'چاودنه ور کړه'

کوریا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

دا دفتر د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر کې د دواړو کوریاوو ترمنځ د اړیکو د ښه والي په هیله پرانیستل شو.

د سوېلي کوریا چارواکي وايي، شمالي کوریا له دوی سره سرحدي ښارګوټي کایسونګ کې د اړیکو ګډ دفتر ته چاودنه ور کړې ده.

دا دفتر د شمالي کوریا سیمه کې و او پر ۲۰۱۸ کال د دواړو کوریاوو ترمنځ د اړیکو لپاره جوړ شوی و.

د کورونا وېروس د محدودیتونو له امله دا دفتر له جنورۍ راهیسې تړلی و.

دا ګام له هغه وروسته دی چې د شمالي کوریا پوځ وویل تیارسي دی او له سوېلي کوریا سره ناپوځي سیمې ته ننوتلو ته تیار دی.

د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون خور کیم یو جونګ پوځ ته امر کړی چې دې ګام ته تیار شي.

دا ګواښ ښايي د هغو خلکو د هڅو په ځواب کې وي چې سوېلي کوریا ته تښتېدلي او له هغه ځای خپل هېواد ته تبلیغاتي پاڼې استوي.

د دواړو کوریاوو ترمنځ اوسنی جنجال هم د دې تبلیغاتي پاڼو له امله دی چې د بالون له لارې شمالي کوریا ته استول کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د شمالي کوریا د مشر خور وايي، خځلې باید سطل ته واچول شي.

د سوېلي کوریا دفاع وزیر د شمالي کوریا د ګواښ زیاتېدو پسې ویلي، هېواد یې له متحده ایالتونو سره په ځیرتیا د پیونګ یانګ پوځي هڅې څاري.

دواړه کوریاوې د ناپوځي سیمې په نوم هغې سرحدي حایلې کرښې سره جلا کړې چې د دې ټاپووزمې له جنګ وروسته یې دواړه هېوادونه سره بېل کړل.

نن د جون پر ۱۶ د شمالي کوریا پوځ وویل، دې ناپوځي سیمې ته د پوځ استولو لپاره د عملي پروګرام پر ارزولو کار کوي.

دا پوځ وايي، تیارسي شوی او تیار دی چې د حکومت پرېکړې په چټکۍ پلې کړي.

د پوځ دا بیان له هغه وروسته دی چې د شمالي کوریا د مشر خور کیم یو جونګ سوېلي کوریا ته پوځي ګواښ وکړ.

کیم یو جونګ چې د پیونګ یانګ په مشرتابه کې مهم ځای لري، د سوېلي کوریا پرضد د ګام پورته کولو ژمنه وکړه او ویې ویل کچره یا خځلې باید کچرۍ(سطل) ته واچول شي.

کیم یو جونګ د کیم جونګ اون کشره خور ده او ویل کېږي پلار ته ډېره نږدې وه او پلار به یې ماشومتوب کې تل له سیاست سره د مینې او هوښیارتیه له امله ډېره ستایله .

تبلیغاتي پاڼې

د عکس سرچینه، Getty Images

شمالي کوریا تېره اونۍ له سوېلي کوریا سره د دواړو هېوادونو د مشرانو د اړیکو د کرښې په ګډون ټول اړیکتیايي چینلونه وځنډول.

شمالي کوریا دا ګام د هغو تښتېدلیو کسانو د هڅو غبرګون کې بولي چې له شمالي کوریا تبلیغاتي پاڼې ور استوي.

دا پاڼې د بالونونو له لارې له پولې ور توغول کېږي چې کله کله خوراکتوکي، راډیو او د خبرونو او سریالونو یو اېس بي هم لري.