د افغانستان کورنیو چارو له وزیر سره مرکه

د افغانستان د کورنيو چارو وزير وايي د پوليسو پر اصلاحاتو بوخت دي او گڼ جدي گامونه يې اخيستي دي. له بي بي سي پښتو تلويزيون سره په خبرو کې مسعود اندرابي وويل سږ کال يې ١٦٠٠ پوليس څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي. تېر کال يوازې اتيا پوليس مجازات شوي و. افغانان شکايت لري چې پوليس په دندو کې بريالي نه دي او ښارونو کې جرمونه ډېر شوي دي. ايمل پسرلي د کورنيو چارو له وزير څخه وپوښتل چې ښارونو کې جرمونه د دوى په نظر څومره دي؟