خلیلزاد ته د قریشي ګیله؛ د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان هڅې باید وستایل شي

قریشي
د عکس تشریح،

زلمي خلیلزاد چارشنبه اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته ګیله کړې چې د نړیوالې ترهګرۍ په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۹ کال رپوټ پر حقایقو نه دی ولاړ، او په دې رپوټ کې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان جدي هڅې او لاسته راوړنې له پامه غورځول شوې دي.

په دې رپوټ کې، چې تېره جون میاشت کې خپور شوی و، راغلي چې پاکستان په ۲۰۱۹ کال کې هغو وسلوالو ډلو ته پټنځایونه ورکول چې په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات نن چارشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، اسلام اباد ته د زلمي خلیلزاد د سفر پر مهال د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نوموړي ته د دې رپوټ په اړه د پاکستان خپګان څرګند کړ.

په اعلامیه کې د ښاغلي قریشي له قوله ویل شوي، د پاکستان او امریکا اړیکې یو مثبت چلن غواړي، او باید د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پاکستان رول ستاینه وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وایي، زلمی خلیلزاد او شاه محمود قریشي د افغان سولې بهیر په اړه وغږېدل او پاکستان یو ځل بیا له دې بهیره خپل ملاتړ او د مرستې هوډ څرګند کړ.

د منځنۍ اسیا مشرانو سره د خلیلزاد کتنې:

د عکس تشریح،

خلیلزاد د افغان سولې د خبرو په لړ کې یو ځل بیا د سیمې د هېوادونو په سفر روان شوی

اسلام اباد ته له دې وروستي سفر وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغیزستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره پر افغان سوله غږېدلی دی.

ښاغلي خلیلزاد د افغان سولې په هڅو کې منځنۍ اسیا ته تر سفر وروسته د چارشنبې پر ورځ ( د جولای ۱) خپل ټوېټر کې لیکلي، د منځنۍ اسیا له دغو چارواکو سره یې پر افغان سوله او په دې بهیر کې د دې سیمې پر مهم رول خبرې وکړې:

"دا چې له سولې د سیمې د پراختیا، سوداګرۍ او پرمختګ لپاره کار واخلو. د افغانانو خپلمنځي خبرو پیلېدو سره به موږ اړتیا ولرو چې د یوه سیاسي جوړجاړي د هڅولو او دودولو لپاره ګډ کار وکړو. د اقتصادي استقامت، سیمه ییز اتصال او همغږۍ لپاره کار اوس پیلېږي."

زلمی خلیلزاد وايي، ټیکاومن او سوله ییز افغانستان د منځنۍ اسیا د سیمه ییزې سولې، امنیت او سوکالۍ لپاره مهم دی.

د نوموړي په خبره، دا د سیمې او امریکا په ګټه ده چې د بااقتداره او خپلواکو حکومتونو منځنۍ اسیا له افغانستان سره په ګډه لپاره د سوېلي اسیا د اتصال لپاره کار وکړي:

"موږ په هر هېواد او له پولو بهر د پانګونې پر چانسونو خبرې وکړې. د سیمه ییزې پراختیا لپاره د صندوق پر جوړولو هم وغږېدو".

زلمی خلیلزد له منځنۍ اسیا وروسته پاکستان ته ځي، چې د دغه هېواد له چارواکو سره پر افغان سوله وغږېږي او په ځانګړې توګه د تاوتريخوالي د کمولو او زندانيانو د خلاصون د ملاتړ غوښتنه وکړي.

له بلې خوا د افغان پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، له افغان ولسمشر اشرف غني او زلمي خلیلزاد سره یې د افغان سولې پر وروستیو پرمختیاوو د ویډیو کانفرانس له لارې خبرې کړې دي:

"موږ د تاوتریخوالي پر کمولو، بندیانو تبادله کولو او د افغانانو خپلمنځي خبرو پر پیلولو وغږېدو".

د ملا برادر او مایک پمپیو خبرې او د اروپايي ټولنې غوښتنه

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 1

د ‍پوسټ Twitter پای, 1

په دا مهال د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان طالبانو سیاسي دفتر وویل، د دې ډلې مرستیال مشر ملابرادر او ور سره پلاوي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په مشرۍ پلاوي سره د ویډيو کانفرنس له لارې خبرې وکړې.

د دې دفتر ویاند سهیل شاهین زیاتوي، دواړه لوري د دوحې تړون له مخې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د بندیانو پر خلاصون، د افغانانو د خپلمنځي خبرو پر پیلولو او د عملیاتو پر کمښت وغږېدل

ټاکلې ده زلمی خلیلزاد له پاکستان وروسته دوحه کې له طالب استازو سره هم وګوري.

نوموړی به د دې لیدنو په هکله خپل نظر د ویډيو کانفرانس له لارې له افغان چارواکو سره شریک کړي.

د افغان سولې په هکله دا هڅې په داسې مهال دي چې ور سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ډېرېدو خبره کېږي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیرانو د اختر له اوربند را وروسته په افغانستان کې یو وار بیا د تاوتريخوالي په ډېرېدو اندېښنه ښودلې.

دوی سې شنبه په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې حالت د مې میاشتې له ۲۹مې وروسته ډېر خراب شوی چې هغه مهال هم د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د تاوتريخوالی روانه کچه د نه منلو بللې وه.

د اروپايي ټولنې د سفیرانو د اعلاميې په ټکو پر افغان امنيتي ځواکونو د طالبانو مخ په زیاتېدونکي بریدونه د افغانانو د خپل منځي خبرو لرلید اغېزمنوي او دا باید پای ته ورسېږي او ژر تر ژره دې اوربند وشي.

دغه اعلامیه زیاتوي چې د ملکیانو پر ضد هم تاوتريخوالی روان دی او په وینا يې دا د نړیوالو بشري قوانینو تر پښو لاندې کېدل دي.