جمعیت اسلامي ګوند کې په لوړه کچه اختلافات؛ صلاح الدین رباني او عطا نور د یو بل پر ضد شول

رباني نور

د افغانستان یو تر ټولو لوی او مهم سیاسي ګوند جمعیت اسلامي کې دننه په لوړه کچه جدي اختلافات رامنځته شوي دي.

داسې ښکاري چې د یاد ګوند مشر صلاح الدین رباني او د ګوند اجرائیه رئیس عطا محمد نور د یو بل پر ضد دریځونه نیولي او اعلامیې یې خپرې کړې دي.

پرون چارشنبه ښاغلي نور پر خپله فېسبوکپاڼه د ګوند مشرتابه پلاوي د غونډې اعلان کړی و.

له دې غونډې وروسته د ښاغلي نور په مشرۍ د ګوند مشرتابه پلاوي یو شمېر غړو ویلي، صلاح الدین رباني یې د جمعیت اسلامي ګوند له مشرۍ لېرې کړی دی.

خو د ګوند مشر صلاح الدین رباني نن پنجشنبه پر خپله فېسبوکپاڼه د جمعیت ګوند مشرتابه پلاوي یو شمېر غړي چې په پرونۍ غونډه کې یې ګډون کړی و، د 'ګوند له نوم او نښانه په ناوړه ګټه اخیستو ' تورن کړي او د هغوی ګوندي غړیتوب یې ځنډولی دی.

ښاغلی رباني وايي، د عطامحمد نور، محمد یونس قانوني، کلیم الله نقیبي، عبدالحفیظ منصور، عبدالشکور واقف حکیمي، سید عنایت الله شاداب او عبدالستار مراد غړیتوب یې ځنډولی دی.

نوموړی زیاتوي د ګوند د عمومي غونډې یا کنګرې رابللو لپاره به ډېر ژر ' د ګوند له مرامنامې او اساسنامې سره سم په اصولي توګه ' یوه کمېټه وګوماري.

د چارشنبې غونډه کې څه پېښ شول؟

د عکس تشریح،

ښاغلی نور وايي په غونډه کې له دریو دوې برخې مشرانو برخه درلوده

پرون چارشنبه د جمعیت اسلامي ګوند غونډه کې پرېکړه شوې چې د ګوند عمومي غونډې د رابللو تر مهاله به د رهبري شورا غړی او د ګوند له موسسانو یو سید عنایت الله شاداب د رهبري شورا د غونډو مشري کوي او د عمومي غونډې زمینه به برابروي.

د محمد یونس قانوني، محمد اسماعیل خان او بسم الله محمدي په ګډون یو شمېر ګوند غړو په دې غونډه کې ګډون درلود چې مخکې یې په افغان حکومت کې مهمې دندې ترسره کړې دي.

خو په دغه غونډه کې او د غونډې په اعلامیه کې د صلاح الدین رباني نوم نه دی اخیستل شوی، چې د ملي وحدت په حکومت کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر و او عبدالله عبدالله ته له نژدې کسانو یو بلل کېده.

ښاغلی نور وايي په پرونۍ غونډه کې د رهبري شورا له دریو، دوې برخې غړو برخه درلوده او ( په یوه خوله) پرېکړې شوې دي.

نوموړی زیاتوي د رهبري شورا له ۶۲ فعالو غړو په حضوري او غیر حضوري توګه ( له اړیکو او د پرېکړو له شریکولو وروسته) له خپله لوري هوکړه کړې.

د ښاغلي نور په خبره د جمعیت ګوند رهبري شورا په دې غونډه کې له طالبانو سره د سولې، په حکومت او بیا رغاونه کې د ګډون په شمول د ګوندي فعالیت لا زیاتولو په څېر بېلا بېلو موضوعاتو په هکله بحثونه شوي.

صلاح الدین رباني څوک دی، او اصل جنجال پر څه دی؟

نژدې یوه لسیزه مخکې چې د جمعیت اسلامي ګوند موسس او پخوانی ولسمشر برهان الدین رباني ووژل شو، زوی یې صلاح الدین رباني د ګوند سرپرست په توګه وګومارل شو.

برهان الدین رباني چې د افغانستان سولې عالي شورا مشري یې هم کوله د ۱۳۹۰ کال په وږي میاشت کې په کابل کې یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

ښاغلي رباني د ګوند له مخکښو غړو عطامحمد نور سره چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې یې د ولسمشر محمد اشرف غني ملاتړ کاوه، او دغه راز له عبدالله عبدالله سره چې د سیاسي هوکړې له لارې د مصالحې عالي شورا مشرۍ ته ورسېد، د نظر اختلاف درلود.

د غونډې په اړوند اعلامیه کې ویل شوي، جمعیت اسلامي ګوند د سولې بهیر (فعال او رغنده) ملاتړ کوي.

په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې ''جمعیت اسلامي افغانستان چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام په تشکیل کې یې رغنده رول درلود، په حکومت کې د دغه ګوندپه فعال ګډون ټینګار کوي. ''

بل لور ته ښاغلی رباني له ولسمشر غني سره په اوسنۍ بڼه د سیاسي توافق مخالف و. نوموړی پارلماني ډول ته د سیاسي نظام تغیر او د ولسمشریزو ټاکنو پایلو باطلولو پلوي و.

ایا په جمعیت کې انشعاب رامنځته کېږي؟

د عکس تشریح،

دوې اونۍ مخکې ښاغلي رباني په کابل کې د ګوند دایمي مرکزي دفتر پرانیست

یو شمېر سرچینې په دغه ګوند کې د انشعاب یا بېلتون رامنځته کېدل تاییدوي او وايي، راتلونکو ورځو کې به ښاغلی رباني هم د رهبري شورا غونډه وبولي.

په دا وروستیو کې له ولسمشر غني سره د ښاغلي عبدالله د سیاسي هوکړې په هکله هم د ښاغلي رباني د مخالفت په تړاو رپوټونه خپاره شوي.

د نوموړي له قوله ویل شوي:

''د مصالحې عالي شورا ته د دغه سیاسي بهیر د غړو معرفي په عبدالله عبدالله پورې اړوند نه دي، ګوند خپل نظر لري او عبدالله خپل نظر لري او پر همدې بنسټ د جمعیت ګوند رهبري شورا د عبدالله عبدالله د پرېکړو تر اغېز لاندې نه راځي. ''

د ښاغلیو غني او عبدالله تر منځ د سیاسي هوکړې په هکله د ښاغلي رباني په اعلامیه کې ویل شوي و:

''د خلکو واقعي رایې له پامه غورځول شوې، د ۱۳۹۸ ټاکنو تقلبي رایو ته مشروعیت ورکړل شوی، د ولس سالارۍ او ملي باورونو بهیرونو ته جدي زیان اړول شوی او له بله پلوه د قدرت متمرکزه اډانه پر ځای ساتل شوې، چې منل یې د جمعیت لپاره له سرې کرښې قدم اړول او د دغه ګوند د حیاتي اصل چې د (د قدرت افقي وېش) دی تر پښو لاندې کول دي. ''

ښاغلی عبدالله په ټینګار وايي، چې له طالبانو سره د احتمالي بین الافغاني خبرو لپاره به په پلاوي کې د جمعیت ګوند له لوري تایید شوي کسان هم شامل وي.

ښاغلی عبدالله د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو په تېرو دریو پړاونو کې د جمعیت اسلامي ګوند د کاندید په حیث ګډون کړی.

جمعیت اسلامي افغانستان د افغانستان له یو شمېر پخوانیو جهادي ګوندونو یو بلل کېږي، چې ډېری مشران یې تاجک نژاد او یو شمېر نور یې بیا پښتانه یا اوزبک دي او د مصر له اخوان المسلون ګونده په الهام اخیستو سره ۱۳۴۸ کال کې په کابل کې تاسیس شوی.

د دغه ګوند موسس مشر برهان الدین رباني د مصر له الازهر پوهنتونه زده کړې ترلاسه کړې او یو وخت په کابل پوهنتون کې استاد و.

ښاغلی رباني او ګوند یې د ۱۳۷۰ لسیزې په لومړیو کې کابل ته د مجاهدینو له ننوتو وروسته تر هغه مهاله چې په ۱۳۷۵ کې کابل د طالبانو کنټرول ته ورغی، په کابل کې د یوه جهادي حکومت مشري کوله، چې بیا یې له بن کنفرانسه وروسته په رسمي ډول د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ موقت حکومت ته واک انتقال کړ.